شکسته بند ته ورتلل له پخوا زمانې څخه د خلکو په منځ کې دود دی؛ د اکثرو کسانو چې کله د بدن غړي ماتیږي او یا هم بې ځایه کیږي، له ډاکتر نه شکسته بند ته ترجع ورکوي؛ ډېر ځله داسې شوي چې دا کار یې د غړو د غوڅېدلو سبب شوي.
په کابل کې وزیراکبرخان هغه روغتون دی؛ چې هر ورځ په لس ګونو کسان د درملنې لپاره ورځي؛ ډاکتران وایي چې، شکسته بند یې مات هډوکی دومره کلک ورته تړی وي چې؛ د وینې جریان یې بند کړی وي، دوی ته داسې وخت راځي چې مات هډوکی تور شوی وي، بیا یې پرته له پرې کولو نه بله چاره نه وي.
د بګرامیو اوسیدونکی نقیب وایي چې؛ دی خپله څو ځله شکسته بند ته ورغلی.
نقیب شکسته بند ته د ورتللو علت غریبي ښودله؛ وایي هغه دومره پیسې نه ورنه اخلي، خو د کابل اوسیدونکی ملک متین وایي، چې په اصل کې خو شکسته بند له خلکو نه د پیسو اخیستلو لپاره ناست دی؛ نور خو یې کار نتیجه نه ورکوي، هغه د ځان په هکله وایي چې، کوته یې له همدې وجې کږه جوړه شوه.
د اورتوپیدي ډاکټران هم د شکسته بند کار غیر مسلکي او خطرناک ګڼي، د وزیراکبرخان د روغتون ډاکتر عارف وایي چې؛ یوازې په دې څو تیرو ورځو کې یې د دوو داسې کسانو لاس او پښه قطع کړي چې، له روغتون نه مخکې شکسته بند ته ورغلی و.
ډاکتر عارف له ټولو خلکو نه غواړي چې د ضرورت په وخت کې دې هر څومره مشکل چې وي، یوه صحي مرکز ته ځان ورسوي.
له شکسته بند نه راځو هغو کسانو ته چې کله ناروغ شي؛ د ځان درملنه خپله کوي، دا کار هم د دې سبب کیږي چې د ګټې په ځای زیان سره مخ شي.
محمد ګل وایی چې په خپل سر دوا خوړلو څومره تاوان ورته رسولی؟
عجب خان بیا د ډاکترانو لوړ فیس د دې لامل بولي چې؛ خلک په خپل سر دوا خوري، خو نتیجه یې بیا اکثره وخت مرګ وي.
ډاکتر شاه محمود ناصري وایي چې؛ په خپل سر دوا خوړل، یا ماشوم ته پرته د ډاکتر له مشورې نه دوا ورکول؛ په خپل لاس ځان ته مرګ اخیستل دي.
لیکونکې: فرشته مرسل