د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له اداري مرستیال احمد توفیق داوري سره د لوړو بیو، د بازار په ستونزو او حل لارو خبرې کړي دي.
ښاغلي داوري وایي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د اړینو خوراکي او غیر خوراکي موادو بیې ځکه یوه اندازه لوړې شوي، چې په بازار او مارکیټ کې تقاضا زیاته شوې ده.
داوري وایي، چې د دوی او کسبګرو یو ګډ کمیسیون په دې کار کوي، چې په کابل کې د موادو بیې کنټرول کړي.
نوموړی ډاډ ورکوي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به بیرته د ټولو خوراکي او غیر خوراکي موادو بیې ټيټې شي او په خبره یې له هغو کسانو سره قانوني چلند کیږي، چې په خپل سر بیې لوړوي.