د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۳

"د ماشوم د خوړو په برخه کې د درې خبرې باید په پام کې ونیول شي"


ویټامین لرونکي، د کیفیت له نظره قوي او په وخت خواړه د هر ژوندي موجود په تیر بیا د ماشومانو لپاره ډیر ضرور دي؛ ځکه چې هغوی د ودې په مرحله کې دي.

ډاکټران وایي چې د ماشوم د خوړو په برخه کې د درې خبرو په پام کې نیول مهم دي؛ یو د خوړو خوند یانې دا چې د خوړو مزه باید د ماشوم په زړه برابره وي؛ بل د خوړو رنګ، بڼه یې باید په رقم رقم سبزې جاتو ښکلې شي او درېیم هم د خوړو بوي دی، د خوشبویي لپاره دې د دیګ له داسې مثالو نه کار واخیستل شي چې؛ ښه بوي ولري، ډاکتران دا هم وایي، چې د انسان په وجود کې داسې عناصر شته چې کله دغه درې ځانکړنې په خوړوکې حس کړي اشتیا یې راپاروي.

په ځینو کورنیو کې چې کله ماشوم په هغه ټاکلی وخت خواړه ونه خوري؛ له هغه وروسته یې بیا نه ورکوي. د کابل اوسیدونکی خان محمد وایي، د دوی په کورکې له ماشومانو سره همداسې چلند کیږي.

د کابل اوسیدونکې ښاپیرۍ وایي، مور هغه څوک ده چې، ماشوم ته ډیره ورنژدې وي، هغه د ماشوم په ټولو عادتونو پوهیږي؛ که یې په مینه ډوډۍ ته راوبلي نو خوري یې.

ماشوم ته په قهرکېدل هم هغه څه دي چې؛ اشتیا یې سوځوي، که هغه وږی هم وي بیا ډوډۍ نه خوري؛ د ننګرهار اوسیدونکی محمد ګل وایي، اکثره هغه خواړه چې د لویانو خوښیږي؛ هغه ماشومان نه خوښوي، نو ضرور نه دی چې په قهر او زور یې به وخورو.

که چیرې په کور کې ماشومانو ته د خوښې خواړه برابر نه شي؛ هغوی بیا دې ته مجبوریږي چې، له بازارنه یو څه واخلي، ماشوم په دې نه پوهیږي چې کوم خواړه یې مریضوي.

د کابل اوسیدونکی شفیق اله وایي، د کورنیو همدا بې پروایي د دې سبب کیږي چې؛ ماشومان یې د بازار د خوړو اوناولې میوې له وجې ناروغه وي.

راځو دې ته چې ډاکتران ماشومانو ته د مناسبو خوړو په هکله څه وایي؛ کوم څه ګټور او کوم هم زیان رسونکي دي؟ د ماشومانو متخصص ډاکتر ظاهر رودوال هم په کورنیو نیوکه کوي؛ وایي، هغوی د خپلوماشومانو د خوړو خیال نه ساتي.

لیکونکې: فرشته مرسل
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:49 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG