تجربو ښودلې هغه دوکاندارن له خپل کار نه ډیره ګټه اخلي، چې له اخیستونکو سره نرم چلند کوي، د جنس په هکله رښتیا وایي، چې د کوم ځای او څه رقم دی او د دوکان د نظم او پاکۍ خیال ساتي.
له بلې خو اخیستونکی هم کوم څه چې اخلي ورنه خوښ وي، خو ځیني دوکانداران له اخیستونکو سره داسې چلند کوي چې دوهم ځل بیا نه ورځي.
لیلا چې په باغ زنانه کې دوکان لري وایي، چې له دې سره تند برخورد شوی.
غلام حسن هم چې په کلي کې دوکان لري وایي، هغه دوکاندار په خپل کار کې ناکام دی، چې غلطي کوي، بدل جنس د اصل په نوم خرڅوي.
په ځینو ولایاتو کې بیا دوکاندارن له اخیستونکو نه شکایت کوي وایي، د دوی ښه چلند د دې سبب شوي چې ټوله سودا په قرض ورنه اخلي.
د لوګر اوسیدونکی میرزمان وایي، چې سرمایه یې ټوله په قرض کې تللی.
ماري چې اوس په باغ زنانه کې دوکان لري وایي، له دیرشو کلونو را په دې خوا دوکانداري کوي، هغه خپل دوکان ته ځیني سودا له بهر هېوادنو نه راوړي، د هغه ځای د دوکاندارانو د چلند او په دوکان کې یې د نظم په هکله وایي، چې ډیر ښه دی.
لیکونکې: فرشته مرسل