په کابل کې د ازادۍ راډيو خبرياله فرشته ندا وايي، د لسمې حوزې په ځينو انتخاباتي محلونو کې د ښځو ونډه پراخه ده. هغې وويل د دواړو کانديدانو څارونکي هم هلته شته خو د خپلواکو ټولنو څارونکي نه تر سترګو کېږي.
د ازادۍ راډيو خبريال وايي په نورستان ولايت کې د څارونکو شمېر خورا کم دى.
په خوست کې د ازادۍ راډيو خبريال نجيب الله الوخېل وايي، په نننيو ټاکنو کې د خلکو ګډون خورا زيات دى او خلکو خپل موټرونه راايستلي او نور کسان د رايې ورکولو مرکزونو ته رسوي.
په خوست کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي، د عالمانو ډله کور په کور ګرځي او خلک هڅوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.