د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۷

د ۱۳۹۳ل کال دويم ځلي انتخابات

د ۱۳۹۳ل کال دويم ځلي انتخابات

په هلمند کې د ازادۍ راډيو خبريال الياس داعي وايي، د تمې خلاف ګڼ کسان د انتخاباتي مرکزونو مخې ته ولاړ دي چې رايه ورکړي او د ښځو ونډه هم د پام وړ ده.
د کابل په چهلستون سيمه کې د ازادۍ راډيو خبرياله مرضيه احمدزۍ وايي، په ټاکنو کې د ښځو ونډه زياته ده.
په غور کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي، په ټاکنو کې د خلکو ګډون کم دى.
امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي، چې په ټول افغانستان کې د انتخاباتو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او خلک باید په ډاډه زړه د رایو صندقونه ته ولاړ شي او خپله رایه وکاروي. د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت د ځانګړي کمیسیون مشر جنرال سالم احساس ازادي راډیو ته وویل، چې خلک باید د وسله والو مخالفینو هر ډول تبیلغات له پامه وغورځوي

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG