د انتخاباتو خپلواک کميسيون مشر وايي ٣٣٣ مرکزونو ته يې تر غرمې پورې احتياطي مواد رسولي دي.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون مشر يوسف نورستاني وايي د رايې ورکولو په مرکزونو کې کله راى پاڼې کمې شوې، دوى ژر تر ژره نورې پاڼې وررسولي دي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد پوهاند ودير ساپى وايي د حمل د ١٦مې نېټې د ټاکنو په څېر په نننيو انتخاباتو کې د خلکو ګډون زيات نه دى.
د ازادۍ راډيو خبريال وايي، په ګريشک ولسوالۍ کې د ولسي جرګې يو وکيل معلم ميرولي او د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان خلک هڅوي چې يوه مشخص کانديد ته رايه ورکړي.