د جلال اباد په بي بي عايشه کې په ټاکنيز مرکز کې د ولسي جرګې د يوه استازي عبدالغفار ساتونکو خلک اړ کړي، چې يوه مشخص کانديد ته رايه ورکړي. ډزې هم شوي او دوه کسان ټپيان دي، څو تنه وهل شوي هم دي.
ده وويل چې تېره ورځ هم په ګوشتې او دره نور کې ورته هڅې شوي دي.
ده وويل چې تېره ورځ هم په ګوشتې او دره نور کې ورته هڅې شوي دي.
په جوزجان ولايت کې د ازادۍ راډيو خبريال عالم رحمانيار وايي، د تېرو ټاکنو په نسبت دا ځل د خلکو ګډون کمرنګه دى. ده وويل چې په ځينو مرکزونو کې سرغړونې هم ليدل کېږي.
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون مشر عبدالستار سعادت وايي د درغليو ټولې پېښې څېړي. ده له کانديدانو وغوښتل چې خپل پلويان مشروع ټاکنو ته وهڅوي.
د کابل په تايمني کې د ازادۍ راډيو خبرياله نجيبه زمان وايي د رايې ورکولو په ځينو محلونو کې تخنيکي وسايل کم دي، کارکوونکي يې ناوخته راغلي او يا هم په ځينو محلونو کې د ټاپې رنګ نه شته.