د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۹

د ۱۳۹۳ل کال دويم ځلي انتخابات

د ۱۳۹۳ل کال دويم ځلي انتخابات

په کندز کې اووه نیمې بجې د رایي ورکولو بهیر رسما پیل شو. د نارینه او ښځو ګډون په انتخاباتو کې پراخ دی.
د کابل په شهر نو کې د ښځو د چارو وزیرې حسن بانو غضنفر راییه ورکړه.
د کابل په ارزان قیمت سیمه کې د حسین خیلو په لیسه کې پوره اووه بجې د رایي ورکولو مرکز پرانیستل شو او اوږد کتار جوړ شوی دی.

یو ځوان چې دوو تنو له مټو نیولی و او لاسونو او پښو یې کار نه کاوه رایه ورکوله.

دغه معیوب ویل، چې دا زما حق دی چې راییه ورکړم.
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د راتلونکي ولسمشرد ټاکلو په هدف رایه ورکړه.

ښاغلي کرزي د کابل په اماني لیسه کې رایه ورکړه او پر خلکو یې غږ وکړ چې؛ په دې پروسه کې په خپل ګډون سره یوه پرمختللي او با ثباته راتلونکي ته رایه ورکړي.

له ښاغلي کرزي سره د هغه د کابینې ځینې غړي هم د رایې ورکونې دغه مرکز ته ورغلي و.

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم دور انتخاباتو د رایې ورکونې رسمي بهیر د نن سهار له اوو بجو څخه پیل شو چې د چارواکو په وینا د مازدیګر تر څلورو بجو به روان وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG