د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۸

د نیالګیو ښه خدمت ښه باغ جوړولای شي


د کرنې وزارت د جهاني بانک په مرسته له ۲۰۰۷کال نه را په دې خوا د افغانستان په بېلابېلو ولایاتو کې څلویښت زره باغونه ایښي، د دې څلویښت زرو باغونو له جملې نه یې یوازې سږکال په ۱۱۸۴۶جریبه ځمکه کې د مڼو، ناکو، املوکو، شفتالو، الو،کینو،مالټو،لیمواو داسې نورو میوو نیالګي کرلي.خو یوه ستونزه چې دوی یې یادوي هغه له نویو ایښودل شویو نیالګیو سره د بڼ لرونکو بې پروایی ده.

د کرنې د وزارت د باغداري او مالداري د پروژې مسول خادم حسین همدم وایي، چې که د نیالګیو په برخه کې د بڼ لرونکو بې غوري همداسې دوام وکړي د دوی هڅې هیڅ ځای نه نیسي.

د افغانستان اکثره کسان د ځینو ستونزو له وجې چې لري یې په خپل کورکلي کې خپلو پولو پټیو او باغونوته نژدې نشي اوسیدلی، نو ځکه یې خپلې اصلې مینې او ځمکې بزګر او باغبان ته پریښي.

د خوست اوسیدونکې روبینه وایي، چې د دوی په باغ کې ونې او نیالګي د باغوان له لاسه وچیږي.

یو بله مساله چې په باغ کې د ونو او نیالګیو د وچیدلو سبب کیږي هغه په ځینو ولایاتو کې د اوبو کمی دی، جمال احمدزی په لږو اوبو د ډیرو نیالګیو په اوبو کولو خبرې کوي.

د وردګو اوسیدونکی محمد ناصر چې په وردګو کې د مڼوباغ لري، وایي یوازې په باغ کې د نیالګیو ایښودل باغ نه جوړوي هغه ډیر خدمت ته ضرورت لري.

لیکونکې فرشته مرسل
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:21 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG