د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۸

کثافات باید خوندي ځای ولري


کثافات که د روغتون وي یا هم د نورو ځاینو د خلکو د استوګنې سیمو کې یې اچول ګڼې صحي ستونزې پیدا کوي، نو ځکه باید خوندي ځای ولري، خو په دې وروستیو کې لیدل کیږي چې په عامو لارو کې خاورې خځلې، د خوړو پاتې شونې او ان د روغتونونو کثافات چې د دوا بوتل، پیجکاري ستنې او بمبې هم په کې وي پرتې وي.

د فاریاب اوسیدونکی محمد ګل وایي، چې د هغوی په سیمه کې روغتونونه کثافات بې ځایه نه اچوي، خو کله چې د کابل ښار ته راغلی دلته هیڅوک د دې غم کې نه دي چې کثافات یو مناسب ځای واچوي.

د روغتون د پاتې شونو موادو د سوځولو لپاره یوه خاص ماشین ته ضرورت دي چې قیمت یې هم ډیر لوړ دي، نو ځکه ټول روغتونونونه یې نه لري.

د روغتیا وزارت هم دا مني چې په ټولو شفاخانو کې هغه ماشینونه چې بې کاره مواد وسوځوي نشته، خو دوی ټولو روغتونونو ته ویلي، چې کثافات په لارو او کوڅو کې وانه چوي، خښ یې کړي یا یې هم داسې سیمه کې وسوځوي چې دود یې خلک په تکلیف نه کړي.

تر اوسه خو په دې وغږیدلو چې ځیني روغتونونونه خپل کثافات بې ځایه ځایونو کې اچوي، ډاکتر حلیمی وایي داسې کسان هم شته چې په روغتون کې د خوړو پاتې شوني او نورشیان اچوي.


لیکونکې: فرشته مرسل
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:23 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG