د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۴

د بلوغ دوره بهراني دوره ده!

ماشومان چې تازه د بلوغ دورې ته ورداخليږي، نو په وجود او فکر کې یې یو لوی بدلون راځي. په دې حساسه دوره کې له چا خپل ځان ورک شي خو ځینې بیا د ښو او بدو تر منځ توپير وپيژني.

د یو څو ځوانانو په ګډون مو د دې موضوع په اړه له ځوان روانشناس شرف الدین عظيمي سره خبرې کړي دي.

یو ماشوم چې ځوانيږي، په ځانګړي ډول هلکان چې په اصطلاح شونډه یې توريږي، غږ یې درنديږي، ونه یې لوړيږي او د پښو څپلۍ یې هم ورو ورو له پلار سره سميږي نو له ډول ډول ننګونو سره مخ کيږي.

د ګټې خبره شي نو بې امتیازه وي، غلی شه، ته لا وړوکی یې.. که د تاوان او یا د یوه کار د کولو خبره شي نو بیا ورته وايي چې اوس خو غټ سړی یې، ولې یې نشې کولی؟

بیچاره ګان نه څوک په لویانو کې شميري او نه یې هم په وړو کې... د کابل اوسیدونکی یو ځوان جمعه الدین عتمانزی هم همداسې څه وايي.

له ماشومانو خصوصاً په ودونو کې څوک پرده نه کوي، خو چې بالغ شي نو بیا د مېرمنو خوا ته نه پریښودل کیږي، همداسې د ژوند ځینې نورې برخې هم دي چې له دوی سره هغه پخوانی چلند بدلون مومي، ځکه له یوه ذهني او رواني فشار سره مخ کیږي، حسیب الله الکوزی دې ته ورته خبرې لري او مطیع الله کمالپوري بیا وايي چې د تازه بلوغ وخت کې ځان راته تر هر چا لوړ ښکاریده او په نه خبره به غصه کېدم.

ځوان روانشناس شرف الدین عظيمي وايي چې د ژوند مختلف پړاوونه بېلا بېل خصوصيتونه لري، دی د تنکۍ ځوانۍ یا د بلوغ دوره د ځینو پوهانو په خبره د یو لوی بدلون او انفجار دوره بولي. عظيمي د تازه بلوغ دوره د هویت موندنې او جوړونې دوره ګڼي او د ځوانانو د ځان وژلو او پر نورو ناسمه لارو د تګ پېلامه هم تنکی زلمیتوب راپه ګوته کوي.

شرف الدین عظيمي همدا راز وايي چې له دوی سره د کورنۍ او د کورنۍ د ځینو نورو مشرانو ناسم چلند هم د دوی پر روح او روان بد اغېز کوي چې دا د دوی په فکر او زړه کې د یوې عقدې د پېدا کېدو سبب ګرځي. عظيمي وايي لکه څنګه چې یوه قابله له یوې مور سره د نوي ماشوم د زیږون پر مهال مرسته کوي، همدومره پام او نرم چلند باید له دوی سره هم وشي.

دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي، هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، همداراز تاندې څانګې د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:

www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:33 0:00
مستقیم لېنک


ShafaqN@rferl.org
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG