د هډوکو متخصص ډاکتران وایي چې؛ د ملا په تیر زیات فشار راوړل، په بې رقمه ټوګه وزن له ځمکې پورته کول، په پرله پیسې ډول په څوکۍ داسې کیناستل چې ملا کوپه یا قات وي، په نم جنه ځمکه باندې کېناستل، خپله د شخص د وزن زیات والی او داسې نور د ملا او پښو شدید خوږ رامنځته کوي.
څېړنو ښودلې چې په سلو کې لس د وزن کمول دا ناروغي په سلو کې دېرش راکموي، په دې ناروغۍ اخته کسان داسې فکر کوي چې؛ باید په خپلو بندونو باندې زړه وسوزوي او په حرکت کولو یې ونه زوروي، خو ډاکتران وایي چې، څومره توان لرئ فعال واوسئ او حرکت وکړئ، دا ځکه چې په دې کار سره عضلې غښتلې کیږي او د بند هډوکو باندې بار کمیږي.
د کابل اوسیدونکی حاجي محمد امان وایي چې؛ ده ته بیا په اوبوکې له ګرځیدلو نه د پښو درد پیدا شوي.
ډاکتران وایي چې، د کلسیم اخیستل دې ناروغۍ ته ډیر ګټور دي؛ چې ستره سرچینه یې شیدې او د شیدومحصولات دي، مناسبه خواړه ډېره مهم دي، په خوړو کې بیا هغه څه چې ډیر ویټامین "سي" لري ګټه یې زیاته وي.
د پغمان اوسیدونکی نعمت اله او ورور یې بیا نمجنې ځمکې د پښو او ملا په خوږو اخته کړي.
د نازو انا د روغتون له رییس ډاکتر عتیق حلیمي نه مو د ملا او پښو د دردنو لاملونه پوښتلې؛ دی وایي چې، ځینې وخت مکروب هم د دې صحي ستونزې سبب کیږي.
ډاکتران وایي چې ورو ورو قدم وهل او ګرځیدل د درد په شدت کې کمښت راولي او د ناروغ په رغیدو کې مرسته کوي، تجربو ښودلې چې ځان مصروف ساتل، د چا خبره پام غلطول د درد په کمېدلو کې مرسته کوي.
په خپرونه کې له درندو وزنونه هم یادونه وشوه چې؛ د ملا او پښو درد پیدا کوي، داکتر عتیق حلمې وایي چې، نه یوازې درانده وزنونه بلکې که یو کم وزنه شي؛ هم په بې رقمه توګه له ځمکې نه پورته شي؛ د ملا او پښو درد پیدا کوي.
لیکونکې: فرشته مرسل