د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۱

ماشومانو ته دې هغه څه نه ښودل کیږي چې لویان يي لا د لیدو زغم نه لري


ماشومان چې د ګلونو په څیر نازک دي، ډیر ژر هغه څه تاثیر پرې کوي چې په سترګو یې ویني، نو ځکه کورنۍ او ټولنې ته پکار دي چې دوی ته هغه شیان ور ونه ښيي چې په لیدلو یې خوابدي او غمجن کیږي، خو په دې وروستیو کې اکثره کسان له دې نه شکایت کوي، چې ځیني ټلویزیونونه هغه څه خپروي چې لویان یې د لیدلو زغم نه لري، څه خولا ماشومان دي.

له بلې خوا د رسنیو د قانون په ۴۵ماده کې هم راغي هغه صحنې چې هلته د انسانانو مړي او غوښې پرتې وي په داسې ډول دې نه ښکاروي، چې د عوامو خلکو زړونه وبګنوي.

د لغمان اوسیدونکی محمد رفیق بیا له مسولو کسانو نه ګیله کوي وایي، دوی ولې هغه څه خيروي چې د ماشومانو روح او روان ځپي؟

د کابل اوسیدونکې نجلا چې یوه مور ده وایي، هغه ماشومان چې په تلویزیون کې د خشونت مسایل ګوري، دومره یې تر تاثیر لاندې راځي چې بیا د دوی په سترګو کې هم نفرت ښکاري.

د ابراهیم خیل په باور کورنۍ دې، خپل ماشومان دې ته نه پریږدي چې په تلویزیون کې انفجارات، چاودنې او ورانی وګوري، ځکه په هغوی ډیرې بدې اغیزې کوي.

کله چې ماشومان په ټلویزیون کې مړي او ټپیان ویني فکر کوي، چې دوی به هم یوه ورځ په همدې ډول مري، بیا نو هماغه وي چې په ژوند ځان په مرګ حسابوي.

په کابل کې د کارتې نو اوسیدونکی سیداجان وایي، چې ماشوم زوی یې همدا خبره ورته کوي.

راپور: لیکونکې فرشته مرسل
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:01 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG