د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

نړۍ

ترکیان نن د ښاروالیو د انتخاباتو لپاره د رایو صندوقونو ته ځي

د ترکیې خلک نن د ښاروالیو د انتخاباتو لپاره د رایو صندوقونو ته ځي.

دا ټاکنې د ترکیې د صدراعظم رجب طیب اردوغان د عدالت او پرمختګ ګوند د شهرت لپاره ازموینه ګڼل کېږي.

شاوخوا ۵۲ میلیونه ثبت شوي رايي، ورکوونکي به د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښاروالان غوره کړي.

شپږ لوی ګوندونه په انتخاباتو کې ګډون لري.
د عدالت او پرمختګ له واکمن ګوند سره به په دې انتخاباتو کې سخته سیالي د خلکو د جمهوري غوښتونکی ګوند وي.

حکومت د انتخاباتو په لړ کې د یوې اوونۍ لپاره یوټیوب او ټویټر بند کړي. د حکومت پر دې اقدام د نړیوالو له لوري انتقادونه شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روسیه واشنګټن ته نوی سفیر لیږي

مسکو اعلان کړی چې د امریکا او روسیې ترمنځ د کړکیچ کمولو د هڅو په لړ کې به واشنګټن ته نوی سفیر واستوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) وویل چې امریکایي لوري د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې په یوه ناسته کې د روسیې د نوي سفیر په توګه د الکساندر دارچی‌یف د ټاکلو لپاره د تایید اشاره ورکړې ده.

تر دې وړاندې، دواړو لوریو اعلان کړی و چې په استانبول کې یې د هغو اقداماتو پر سر توافق کړی، چې د دوی د سفارتونو او قونسلګریو پر فعالیتونو اغېز لري.

روسیې همداراز وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې، چې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې بندې شوې دي، بیا پیل شي.

په قاهره کې د اسراییل او حماس ترمنځ غیرمستقیم خبرژ پیل شوې

په قاهره کې د اسراییل او د حماس د افراطي ډلې ترمنځ غیرمستقیم مذاکرات پیل شوي، څو د غزې د اوربند د دوهم پړاو د موافقې د سقوط مخه ونیسي.

د اوربند لومړی پړاو، چې ۴۲ ورځې یې دوام درلود، نن (شنبې، د حوت ۱۱) پای ته رسیږي.

تمه وه چې اسراییلي ځواکونه په همدې ورځ د فیلادلفي له محور څخه د وتلو لړۍ پیل کړي او دا بهیر په اتو ورځو کې بشپړ کړي.
خو د اسراییل د صدراعظم دفتر اعلان کړی چې دا کار به ونه شي.

حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي، خو د دې ډلې ګڼ مشران په قطر کې اوسي.

مصر، چې له حماس سره نژدې اړیکې لري، له امریکا سره یې د اوربند د لومړي پړاو په ترلاسه کولو کې همکاري کړې وه.

دوو مصري سرچینو د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسراییل د ۴۲ نورو ورځو په مخه د اوربند د لومړي پړاو د غځولو نیت لري او د همدې هدف لپاره یې د قاهرې په مذاکراتو کې ګډون کړی.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (س) مشر حامدالحق نن په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو

اکوړه خټک کې حقانیه مدرسه
اکوړه خټک کې حقانیه مدرسه

د راپورونو له مخې د پاکستان د اکوړه خټک په دارالعلوم حقانیه مدرسه کې نن د جمعې د لمانځه په مهال د بم چادونې په پیښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا په دغې چاودنه کې یوشمېر نور کسان چې د مولانا سمیع الحق زوی، مولانا حمیدالحق هم پکې دی، ټپیان شوي.

یوشمیرسرچینو لږ مخکې مشال راډیو ته تایید کړه چې حامدالحق د ټپونو له امله مړ شو.

یوشمیررسنیو د ځینو نورو سرچینو له قوله دا یوه ځانوژونکې حمله بللې او پکې د وژل شویو کسانو شمیریې لږترلږه پنځه تنه ښودلی و.

د سیمه ییزو پولیسو یوه افسر امجد محمد د جرمني خبري اژانس ته وویل چې بم چاودنه د حقانیه مدرسې د ودانۍ د انګړپه جومات کې هغه مهال وشوه چې لمونځ کونکو د جمعې لمونځ کاوه.

په سیمه کې د ژغورنې د ادارې مشر بلال فیضي دې آژآنس ته وویل چې ژغورنکو د جومات له دننه لږترلږه شل ټپیان او مړي لیږدولي دي.

هغه ویلي تراوسه موږ ته نده څرګنده چې څویې مړه او څومره نور یې ټپیان دي.

تراوسه پورې چا یا کومې ډلې د دغه برید مسولیت ندی اخیستی.

مولانا حامدالحق د خپل پلار له مړینې وروسته د دې دارالعلوم مهتمم و.

پاکستان کې دوه نور ماشومان هم ګوزڼ وهلي

پاکستان کې د پولیو د واکسیناسیون یوه شېبه
پاکستان کې د پولیو د واکسیناسیون یوه شېبه

روغتیایي چارواکي د پاکستان په لویدیځو او ختیځو ایالتونو کې د پولیو د دوو نویو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکوي. د اسوشتید پرس خبري آژانس د راپورله مخې د پولیو دغه دوه نوې پیښې په سیند او پنجاب ایالتونو کې ثبت شوي او د پاکستان د پولیو د له مینځه وړلو پروګرام هم هغه تایید کړي دي.

په دې سره د ۲۰۲۵ کال د پیل راهیسې په پاکستان کې د پولیو د ثبت شویو مثبتو پیښو شمیر پنځو ته ورسید.

تیر۲۰۲۴ کال په دې هیواد کې د پولیو ۷۴ مثبتې پیښې ثبت شوې وې.

په سیند او پنجاب ایالتونو کې د پولیو دغه نوې پیښې داسې مهال ثبت شوي چې روغتیاپالان نن جمعه د ورځې په پای کې د ګوزڼ یا پولیو د سرایت په لوړ خطر لرونکو سیمو کې د پولیو د واکسین کمپاین پای ته رسوي.

چارواکو هیله څرګنده کړې چې د پولیو په دغه پنځه ورځني کمپاین به له پنځو کلونو کم عمره ۴۴،۲ ملیونه ماشومان واکسین کړي.

له دغه کمپاین سره هم مهاله پرون پنجشنبه په افغانستان کې هم د پولیو د واکسین څلورورځنی کمپاین په ۱۶ ولایتونو کې پای ته ورسید. تیره اونۍ سیمه ییزو چارواکو په بادغیس ولایت کې د پولیو د یوې مثبتې پیښې د ثبتیدو خبر ورکړ.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغۍ پکې تراوسه له منځه نده تللې.

ګوزڼ یا پولیو هم هم ناعلاجه ساري ناروغي ده چې له خطره یې یو ماشوم یوازې د واکسین په وسیله بچ کیدای شي.

ولسمشر ټرمپ نن د اوکرایین له ولسمشر سره ګوري

ټرمپ او زیلنسکي - پخوانی انځور
ټرمپ او زیلنسکي - پخوانی انځور

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن جمعه په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین د ولسمشر ولودومیر زیلینسکي هرکلی وکړي.

تمه کیږي چې د بحث یوه مهمه موضوع به پرهغه تړون متمرکزه وي چې متحده ایالاتو ته په اوکراین کې د معدني زیرمو په شمول د ځمکې کمیابه عناصروته لاسرسی ورکوي.

پردې تړون له څو اونیو راهیسې خبرې شوې او ټرمپ ویلي چې زیلینسکي به په واشنګټن کې د دې سند لاسلیک کولو ته چمتو وي.

ولسمشر ټرمپ، چې څه باندې یوه میاشت وړاندې سپینې ماڼۍ ته بیرته ستون شوی له اوکراین سره د امریکا مرستې یې د دې هیواد د ځمکې نادرو زیرمو ته په لاسرسي پورې تړلې دي.

دغه زیرمې له اقتصادي پلوه ګټورې اوله ستراتیژیکې پلوه مهمې ګڼل کیږي.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ چې د اوکراین د ولسمشرپه اړه یې مخکې ستوغې خبرې کړې وې او هغه یې ډیکټاټور یاد کړی و پرون پنجشنبې په واشنګټن کې د بریتانیا له صدراعظم کایر سټارمر سره له کتنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې دی له زیلینسکي سره ډیرې ښې اړیکي لري.

اوکراین هیله من دی چې دا تړون به ټرمپ وهڅوي چې د روسیې لخوا د لاندې کړو سیمو د بیرته نیولو لپاره د کیف د هڅو ملاتړ وکړي.

دا تړون به همدارنګه وکولی شي په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو ملاتړ ترلاسه کړي چې له دې جګړه ځپلي هیواد سره نورې مرستې وکړي.

امریکا له اوکرایین سره د پوځي مرستو په بدل کې د دې هېواد طبیعي زیرمو ته د لاسرسي حق غواړي

د اوکرایین کابینې د امریکا هغه هوکړه لیک ته شین څراغ ښودلی چې پر بنسټ يې د امریکا د پوځي مرستو په بدل کې دا هېواد د اوکرایین له طبیعي زیرمو ګټه پورته کولی شي.

په دې اړه د امریکا او اوکرایین ولسمشرانو خبرې اترې کړي او ابتدايي طرحه يې اماده شوې خو لا تراوسه په رسمي ډول لاسلیک شوی نه ده.

د اوکرایین کابینې په هغه بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ د (فبروۍ ۲۷مه) يې خپور کړی ویلي، د اقتصاد وزیر یولیا سویرینکو او د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها ته يې اجازه ورکړې چې دا هوکړه لیک لاسلیک کړي.

تمه ده نن جمعه د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنیسکي پر دې هوکړه لیک د نظارت او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدو په موخه واشنګټن ته لاړ شي.

اتکل کیږي چې زلنیسکي به په دې لیدنه کې هڅه وکړي په سیاسي او پوځي برخه کې د اوکرایین لپاره د امریکا ملاتړ ترلاسه کړي.

د اوکرایین ولسمشر فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، دا هوکړه لیک هغه سند دی چې د امریکا او اوکرایین ترمنځ به په راتلونکې کې نورو همکارو ته لار خلاصه کړي.

د هغه په ټکو، د دغه هوکړه لیک په اړه د اوکراییني او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.

د اتلانو جام، نن کوربه پاکستان او بنګله دیش لوبه کوي

د اتلانو جام
د اتلانو جام

د چمپینز ترافۍ یا اتلانو جام د لوبو په ترڅ کې نن په اې ګروپ کې کوربه پاکستان له بنګله دیش سره لوبه کوي.
دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه د راولپنډۍ په کریکټ لوبغالي کې پيلیږي.

پاکستان او بنګله دیش دواړو خپلې دوه لومړنۍ لوبې بایللي دي.

بل لورته افغانستان سبا جمعه په دغه جام کې خپله دریمه لوبه له استرالیا سره کوي.

افغانستان پرون په خپله دویمه لوبه کې انګلستان ته په یوه هیجاني لوبه کې ماته ورکړه.

د روسیې او اوکراین جګړه، شمالي کوریا د روسیې ملاتړ ته تازه دمه سرتیري لیږلي

د شمالي‌ کوریا پوځیان، ارشیف
د شمالي‌ کوریا پوځیان، ارشیف

د جنوبي کوریا استخباراتي ادارې وایي، شمالي کوریا روسیې ته نور پوځي سرتیري هم استولي دي.

دوی د پنجشنبې په ورځ ( د کب نهمه) وویل چې د دغو پوځیانو یوشمېر یې له اوکراین سره پر پوله کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

د جنوبي کوریا YTN تلویزیون د خپل هېواد د استخباراتي ادارو په حواله راپور ورکړی چې روسیې ته د تازه دمه استول شویو کوریایي پوځیانو شمېر معلوم نه دی.

تر دې وړاندې جنوبي کوریا او لویدیځو هېوادونو ویلي وو چې شمالي کوریا تېر کال شاوخوا ۱۱ زره سرتیري روسیې ته لیږلي وو چې د اوکراین په ضد جګړه کې ورسره مرسته وکړي.

په اوکراین کې د روسیې جګړه روانه اونۍ ( د فبرورۍ په ۲۴مه) څلورم کال ته واوښته.

د اتومي انرژۍ اداره وايي، ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تازه راپور ښیي چې د ایران د هغو غني شویو یورانیمو زېرمه، چې خالص والی یې د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې دی، په چټکۍ سره زیاته شوې او لا هم د اختلافاتو په حل کې پرمختګ نه دی شوی.

دا اداره وایي، له کله چې ډونالډ ټرمپ د امریکا په انتخاباتو کې بریالی شوی، ایران د یورانیمو د غني کولو بهیر ګړندی کړی، او هغه حد ته یې نژدې کړی چې د اتومي وسلو د جوړولو لپاره کارول کېدای شي.

د دې محرم راپور له مخې، چې کاپي یې اسوشیېټډ پریس خبري اژانس د چهارشنبې (د کب/حوت ۸مه) په ورځ ترلاسه کړې، د ایران د ۶۰ سلنه غني شویو یورانیمو زېرمه د فبرورۍ تر ۸مې پورې نژدې ۲۷۵ کیلو ګرامه ته رسېدلې، چې دا د ۲۰۲۴ کال د نوومبر له میاشتې څخه ۹۲.۵ کیلو ګرامه زیاته ده.

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د راپور له مخې، نژدې ۴۲ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوی یورانیم که ۹۰ سلنې ته لوړ شي، د یوه اتومي بم د جوړولو لپاره کافي مواد برابرولی شي. په دې توګه، که دا پروسه دوام ومومي، ایران به د راتلونکي کال د دلوې/ سلواغې تر ۲۰مې پورې د شپږو اتومي بمونو د جوړولو لپاره کافي مواد ولري.

ایران پر دوی د امریکا نوي بندیزونه وغندل

د امریکا او ایران بیرغ
د امریکا او ایران بیرغ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پر دغه هېواد د امریکا نوي بندیزونه غندلي دي.

د چهارشنبې په ورځ، د فیبرورۍ ۲۶مه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ایکس/ پخواني ټویټر کې، د بقایي په حواله ولیکل چې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو تعاملاتو په اړه پرېکړې کول د ملتونو د قانوني حق یوه برخه ده، چې هېڅ اړخ حق نه لري چې په سیاسي پلمو یې ګډوډ کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د خزانې وزارت د دوشنبې په ورځ، د فیبرورۍ ۲۴مه، د ایران د نفتي محصولاتو د لېږد او پلور سره تړلي یو شمېر اشخاص، شرکتونه او د تېلو لېږدونکي د نویو بندیزونو په لیست کې شامل کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې ایران د خپل اټومي ګواښ، د بالستیک توغندیو پروګرام او د ترهګرو ډلو ملاتړ سره د نړیوال امنیت بې ثباته کولو ته دوام ورکوي.

د امریکا د نویو بندیزونو له مخې، د امریکایي اشخاصو یا شرکتونو لخوا د بندیزونو لاندې اشخاصو او ادارو سره هر ډول سوداګریزې معاملې منع دي، او په متحده ایالاتو کې د دوی هر ډول شتمنۍ کنګل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG