د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې د مرکزي زون له مشر امین الله امانت سره د دوی په لاسته راوړنو او پلانونو خبرې کړي دي.
ښاغلی امانت وایي، چې دا مهال یوازې په کابل کې څه باندې شل زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې او دوی هڅه کوي چې دغه ځمکه د غاصبینو له منګولو څخه خلاصه کړي.
امانت زیاته کړه، چې دا مهال د ځمکو د غصب د قانون طرحه هم جوړه شوې او وایي، که چیرې طرحه تصویب او عملي شي، د یوه کال په ترڅ کې به دغه ځمکې بیرته دولت ته وسپارل شي.
دغه اندازه ځمکې د کابل په مرکز او ولسوالیو کې غصب شوي او امانت وایي، چې شااوخوا سل کسان لاس په کې لري: