د ترافیکو د ریاست مسول کسان وایي چې؛ د ترافیکي پیښو تر ټولو لوی علت د موټر چلولو په وخت د موټر چلوونکي پام په بل څه مشغولیدل دي.
پخوا به اکثره موټر چلوونکو په موټر کې یوازې سندرې او په راډیو کې ځیني خپرونې اوریدلې، خو نن سبا یې په خپلو موټرو کې تلویزیونه لګولي، په هغو کې بیا داسې سندرې او فلمونه ږدي چې له اخلاقي پلوه اصلآ د کتلو نه وي.
له بلې خوا د ځان او په موټر کې د ناستو کسانو ژوند د مرګ ژوبلې له خطر سره مخ کوي.
په پیل کې له څوو تنو هغو موټر چلوونکو سره غږیدلي یو، چې په خپلو موټرو کې یې تلویزیونونه لګولي دي.
د پغمان اوسیدونکې مریم وایي، کله چې میرمنې داسې موټر ته پورته کیږي چې په تلویزیون کې یې زموږ د کلتور خلاف یو څه خپریږي هغه که سندري وي، ګډاوې او یا هم فلمونه هغوي نارامه کیږي نه غواړي، چې هغه وګوري، مریم د یوې ترافیکي پیښې کیسه هم کوي چې له همدې وجې رامنځته شوه.
په موټر کې د تلویزیون لیدل په لویو لارو کې هم بدې پیښې رامنځته کوي، د لوګر اوسیدونکی شهزاده توحیدمل وایي، چې موټر چلوونکی په دې کار سره تر ټولو لوی تاوان لومړی ځان ته اړوي، ځکه د پیښې په وخت یې هم سر او هم موټر په خطر کې دی.
د داود ناظم په باور د اکثره کسانو په ساعتونو وخت په موټرو کې تیریږي، دوی که په تلویزیون کې د فلمونو او سندرو کتلو په ځای مطالعه وکړي او یا هم داسې څه وویني او واوري چې دوی مثبته ګټه ورنه واخلي دا به ډیر ورته ښه وي.
په نوره نړۍ کې بیا په قانوني لحاظ هیڅوک حق نه لري چې له موټر چلوونکی سره د موټر چلولو په وخت ان خبرې هم وکړي.
موټر چلوونکی خو په هیڅ وجه هم نه شي کولای چې سندرې واوري یا هم تلویزیون وګوري.
مولا جان تڼي وال چې په المان کې يي وخت تیر کړی د هغه ځای احتیاط او د دې ځای بې احتیاطي سره پرتله کوي.
لیکونکې- فرشته مرسل