لوبې عموماً د دوستۍ او مینې لپاره ترسره کیږي، خو ځینې ځوانان شته چې دا مینه په نفرت بدلوي، کله چې د دوی د خوښې یا افغانه لوبډله لوبه وبایلي نو په دوی پسې په فیس بک، په ځینو نورو ټولنيزو شبکو او په مجلسونو کې سپکې سپورې وايي او که کله یې وګټي نو مقابله لوبډله سپکوي.
ځوان لیکوال سعید زابلی وايي چې په سر کې به زموږ خلک پخپله لوبډله غورې او لافې وهي، خو چې کله یې وبایلي نو بیا یې توهینوي، چې ښه کار نه دی.
افغان ژورنالست عزیز احمد تسل وايي چې دا یوه فطري خبره ده چې هر څوک خپله لوبډله ستايي، خو باید د بلې لوبډلې سپکاوی هم ونه کړي.
څو ورځې مخکې چې په بنګله دیش کې د پاکستان او افغانستان د کرکټ سیالي وه، نو چې کله به د پاکستاني لوبډلې کوم لوبغاړی په اصطلاح آوټ شو یا وسوځېد نو ځينو ځوانانو به په فیس بک کې پسې ولیکل چې د دالو یوه کاسه چپه شوه، فلانی یې په ګونډو کړ، خو چې کله لوبه پاکستان وګټله نو پخپلو لوبغاړو پسې یې بد رد پېل کړل، دوی دې نور په کور کیني، خپل بریتونه دې وخريي، پیسې یې خوړلي دي، مرده باد او زنده باد..هغه ده او دغه ده... داسې بلا ډیرې توهین امیزه خبرې یې پسې لیکلې... میراحمد یاد چې په فیس بک کې یې له ملګرو د داسې خبرو د نه کولو غوښتنه کړې وه، وايي چې له کینیا سره په لوبه کې به یې کینیایان توري بلل، دی وايي له موږ سره په فیس بک او ځینو نورو ټولنيزو شبکو کې د نړۍ د ځینو نورو هیوادونو ملګري هم شته، نو په سپکو خبرو لیکلو او کولو سره موږ هغوی ته ځان سپک ورمعرفي کوو.
یاد همدا راز وايي چې داسې سپکې سپورې د ځینو هغو ځوانانو له خوا په فیس بک کې لیکل کېدې چې د داسې خبرو تمه نه ترې کېده، دی زیاتوي چې که چېرې زموږ زیاتره ځوانان د نړیوالو سیالیو په کومینټرۍ چې عموماً په انګریزي ژبه وي، ښه پوهیدلی نو درک کړي به یې وو، چې هغوی کومې لوبډلې ستايي. یاد وايي چې هغوی هره هغه لوبډله ستايي چې ښه لوبه کوي خو څوک سپکوي نه.
سعید زابلی د یوې سیالۍ د سترګو لیدلی حال بیانوي او وايي چې لوبې د خلکو تر منځ مینه او یو والی پيدا کوي. او افغان وتلی شاعر پيرمحمد کاروان چې د کرکټ لوبې له سختو مینه والو یو دی، وايي چې په لوبو کې بری او ماتې وي، خو لوبې باید د ملتونو تر منځ مینه او محبت رامنځ ته کړي، نه دا چې موږ یې په کرکه او نفرت واړوو.
خو چې کله افغانستان له بنګله دیشه د کرکټ لوبه وګټله نو هماغه کسانو چې تر هغې یوه ورځ دمخه یې خپله لوبډله توهینوله، په فیس بک کې مبارکۍ ورته ویلې، خو ډیرو ورته لیکلي وو چې پرون مو ښکنځلې کولې اوس مو مبارکۍ په جېب کې کیږدئ.
سيالي ولې په ډزو لمانځو!؟
مالومه خبره ده چې دوه په غېږ سره ورشي نو ګټونکی به یو وي، نو کله چې سیالي د چا په ګټه تمامه شي، دا یې حق دی چې ویې لمانځي، پرې وویاړي او د خوښۍ اظهار وکړي. خو یو شمېر افغانو ځوانانو ته د بري لمانځل په دې کې ښکاري چې تر نیمې شپې د ډول ډول وسلو ډزې وکړي، چغې ووهي، شپه په سر واخلي او په سهار یې لارې بندې کړي او خلکو ته ستونځې جوړې کړي.
ځوان لیکوال او شاعر میراحمد یاد وايي چې د افغانستان اکثره خلک ښادي په ډزو لمانځي، چې دا ډول لمانځل یې د نورو خوښي لوټلی او یوه ویره د خلکو تر منځ خپرولی شي او ځینې کسان له داسې فرصتونو ناوړه ګټه هم اخلي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل عین الله وايي چې ډزې د پخوانیو جګړو وختونه رایادوي، چې ښه کار ندی، دی وايي حیران دې ته یم چې ګڼ ځوانان اوس هم وسله لري او د وسلې د کارولو په چل پوهیږي.
یو محصل حسن الله همت د څه موده وړاندې د فوټبال لوبډلې د بري د لمانځلو یادونه کوي او وايي چې هغه ورځ د ناروغانو موټر په وخت تر روغتونه نه شول رسیدلی او ګڼ خلک یې له ترافیکي ستونځو سره مخ شوي وو.
خو د خوشال خان عالي لیسې یو زده کوونکی اغاملک سهار بیا وايي چې موږ خوښي په داسې ډول ولمانځله چې څوک ازار نه کړو.
میراحمد یاد وايي چې موږ لا د بري د لمانځلو په چل نه پوهیږي او یوازینی دلیل دا دی چې د ټولنيز شعور کچه مو ټيټه ده، دی وايي په داسې حالاتو کې د ډزو او د نورو ناسمه کارونو پر ځای باید مبارکي سره ورکړو او لوبډلو ته داد ورکړو.
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې او دوشنبې له ازادي راډیو خپريږي، د خپرونې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه په دې بریښنالیک پته راسره شریکولی شئ:
ShafaqN@rferl.org
د لاندې لینک په کېکاږلو سره تاندې څانګې په فیس بک کې هم موندلی شئ:
https://www.facebook.com/pages/Tandy-Sangy-
د ازادي راډيو انټرنټي پاڼه
www.azadiradio.com