د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۷

د نوي ښوونيز نصاب په کتابونو کې تېروتنې!؟

د پوهنې وزارت د نوي ښوونيز نصاب په کتابونو کې د شته ستونځو په اړه مو څو میاشتې پخوا هم خپرونه درلوده، خو په دې اوونۍ کې مو بیا تعقیب کړې، ځکه چې دغه کتابونه له کتنې وروسته بیا چاپيږي او ځینې یې چاپ شوي هم دي.

په ۱۳۸۲ کال کې د جمهور ريئس د یوه فرمان له مخې پر نوي ښوونيز نصاب کار پېل شو چې د پوهنې وزارت یې پر چاپولو هغه ځل یو نوي ميليونه ډالر ولګول. خو پایله یې څه وه؟ موږ له یو شمېر زده کوونکو سره وغږیدو، چا ویل چې په دغو کتابونو مو د ښوونکو سر هم نه خلاصيږي، چا بیا تمرینونه غلط بلل او چا ویل چې دومره سخته ژبه پکې کارول شوې، چې هدف ترې نشو اخليستلی، خاطره هم یوه زده کوونکي ده، هغه وايي:

“زما نوم خاطره ده، موږ هم ورسره په مشکل کې یوو او ښوونکي هم، کله چې يو سوال حلوي، ځواب يې بل ډول راووځي، هغه ځواب اصلا په کتاب کې نه وي، د ښوونکي له نظره هغه سم وي، خو په کتاب کې غلط وي، موږ ته باید داسې کتابونه راکړي، چې په سم ډول پکې یو څه زده کړو.”

ځينې ښوونکي مو هم وپوښتل، جمیله معروفي چې د کابل په سوریا لیسه کې ښوونکې ده، وايي چې موږ به څنګه زده کوونکي وپوهوو، چې کوم سيمنار او ټریننګ ندی راکړل شوی، هغه زیاتوي، چې دا کتابونه تالیف شوي نه بلکې ژباړل شوي دي، چې ډير کله موږ ښوونکي پخپل منځ کې سره کینو او مشکل سره حلوو، دا وايي:

“دا اووسني کتابونه چې چاپ شوي دي، ډير مشکل دي، اصلا تالیف شوي نه، بلکې ژباړل شوي دي، تاريخ يې ژباړلی دی، ښوونکي او زده کوونکي ډير ورسره پازاب دي، موږ ته د دې پر ځای چې کوم سيمينار راکړل شوی وي، پخپله ښوونکي په تفريح کې سره کینو او خپلې ستونځې سره حلوو.

سمه ده، چې له کتابه دوی ته تدريس کوو، خو زده کونکي ترې سم درک نشي کولی، دا داسې کتابونه ندي چې څوک ترې تدريس وکړای شي، موږ غواړو، بیرته دغه کتابونه ګرامټيک شي او د زده کوونکو له سويې سره سم چاپ شي، چې زده کوونکي يې تمرينونو ته ځواب وویلی شي. په دغو کتابونو کې په سم ډول موضوګانې ندي لیکل شوي.”


د کابل ښار د یوې بلې لیسې یوه ښوونکې ځان راپيژني او بیا د خپل جغرافیې مضمون په اړه راته وايي، چې د یوې لویې تاریخي تیروتنې په شمول ځینې نورې ستونځې هم پکې شته، دا وايي:

"زما نوم ماري منسي دی، د عبدالهادي داوي ليسه کې دوولسم ټولګي ته درس ورکوم، د نوو کتابونو چاپ چې جغرافیه يې زه پخپله تدريسوم، اول، دوهم او دریم فصل یې په افغانستان پورې اړوند دي، خو نور فصلونه یې د انټرنټ او موبایل په اړه دي، چې دا د کمپيوټر مربوط کیږي. موږ خو باید په جغرافیه مضمون کې د افغانستان پر ټوله جغرافیه وپوهیږو. بل ځينې لويې تاريخي تیروتنې هم لري.

مثلا يو ځای لیکل شوي، چې امیرعبدالرحمان خان په ۱۸۸۰ کې پاچا شوی، ۱۹۰۱ کې مړ شوی. خو دلته لیکل شوي، چې په ۱۹۸۶ کې یې درواز فتح کړی. یاني له مرګه ۸۵ کاله وروسته يې درواز فتح کړی، چې يوه لویه تاريخي تیروتنه ده. له دې ستونځو پرته د پخوانيو جغرافيې کتابونو په نسبت يو څه تشریحات پکې ښه او ګټور دي. خو کاش چې ټول کتاب يې د افغانستان جغرافيه په اړه وای".


دغو ټولو ستونځو ته په کتو سره مو د پوهنې وزارت د نشراتو مسؤل محمد کبيرحقمل سره مرکه درته کړې.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:39 0:00
مستقیم لېنک

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې او دوشنبې له ازادي راډیو خپريږي، د خپرونې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه په دې بریښنالیک پته راسره شریکولی شئ:
ShafaqN@rferl.org

د لاندې لینک په کېکاږلو سره تاندې څانګې په فیس بک کې هم موندلی شئ:

https://www.facebook.com/pages/Tandy-Sangy-


د ازادي راډيو انټرنټي پاڼه: www.azadiradio.com
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG