د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د رایې ورکولو د مرکزونو لست یې نهايي کړی دی.
ددې کمیسیون د دارالانشا رییس ضاالحق امرخیل وايي نور په دې لست کې بدلون نشي راتلای او له امنیتي ارګانونو غواړي چې د نوي مرکزونه ور په ګوته نه کړي.
ښاغلی امرخیل وايي چې جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو په ورځ به په ټول هیواد کې د رایې ورکولو شپږ زرو اوه سوه او پنځه اویا مرکزونه پرانستي وي.
هغه وویل چې په ټول هیواد کې درې سوو شپږ نوي مرکزونه بند پاتې کیږي.
ښاغلي امرخیل زموږ له همکار احمدزبیر ژمن سره په دې اړه په مرکې کې وویل: