ګڼ هغه ځوان چې پخوا به یې خوسۍ کولې، تیګه به یې اچوله، توپ ډنډه او یا ځینې نورې لوبې به یې کولې، اوس د ټيکنالوجۍ له پرمختګ سره په خپلو موبایلونو، کمپیوټرونو او آی پاډونو کې ویډيوګیمونه کوي. په دې نه غږیږو چې صحت ته یې هغه ګټور وو او که ده، بلکې په دې غږیږو چې دوی په ويډيوګیمونو کې کوم ډول ګیمونه یا لوبې وټاکي چې فکري او ذهني ودې ته یې ګټه ورسوي.
ځوانان ویډيوګیم یا ویډيويي لوبې عموماً په موبایلونو، کمپيوټرونو او آي پاډونو کې کوي. دغه ګیمونه یا لوبې اکثره د سي ډي یا د ډي وي ډي په واسطه کمپيوټر، لپ ټاپ او یا آي پاډونو ته ښکته کیږي، د کابل په شهرنو سيمه کې یې هم یو شمېر دوکانونه شته، تر نورو خبرو وړاندې د کابل د شهرنو یوه دوکاندار فرید عطايي ته غوږ ږدو، چې ډول ډول ویډيوګیمونه لري او اکثره یې زده کوونکي او محصلان ترې اخلي:
"موږ دلته ډول ډول ګیمونه خرڅوو، زیاتره د کمپيوټر لپاره دي، چې په سي ډي او ډي وي ډي کې دي، خصوصاً زده کوونکي او محصلان يې ډير اخلي او ځان ته یې په کمپيوټر کې انسټالوي. جنګي ګیمونه هم لرو چې اکثره يې د ملي اردو سرتيري او پولیس رانه وړي، په دغو فلمونو کې دوهم نړیوال جنګ د لوبې په ډول دی، چې دوی ترې تخنيکونه زده کولی شي. همدا رنګه سټراټيجيک ګیمونه لرو چې قهرمان پکې له ډيرو خنډونو تيريږي او هدف ته ځان رسوي، ځینې نور روزنیز ګیمونه هم لرو چې په مرسته يې یو څوک خپل ټايپينګ چټکولی شي، په دې ورځو کې د فوټبال نوی ګيم چې ps-14 دی، ډير ځوانان یې د خپلو کمپيوټرونو لپاره رانه وړي."
کارپوهان وايي چې د پرله پسې کار کولو تر منځ که وقفه او یا تفریح وشي نو ذهني آرامي رامنځ ته کوي او د لا ډیر کارکولو انرجي انسان ته ورکوي.
د پروان اوسیدونکی ځوان عبدالله په کمپيوټر کې د سنوکر لوبې سره مینه لري او د پکتیا فدامحمد د موټرځغلولو لوبه ډیره کوي، دوی وايي چې داسې ګیمونه سړی دقت کولو ته هڅوي.
ډیر کله تنکي ځوانان په ځانګړي ډول ماشومان چې کله جنګي فلمونه یا سيریالونه ګوري نو په ورځني ژوند کې یې هم تمثيلوي، چې د روان شناسانو په وینا باید داسې څه ونه ګوري، وډيوګیم هم همداسې دی.
فدامحمد وايي په کمپيوټر کې چې څوک جنګي لوبې کوي نو په ورځني ژوند یې هم بد اغیز پرې باسي او هماغه د وډيوګیم حرکتونه ورنه کیږي، دی د یوه ملګري کیسه کوي چې جنګي ويډيوګیمونه به یې ډیر کول همدا علت و چې په نه خبره به یې د کوټې ملګرو سره جنګ کاوه. خو د وردګو اوسیدونکي محمد نسيم وايي چې له کارونو ستړی شم نو ویډيوګیم کوم، د ده هم پخوا د فدامحمد د ملګري په څېر جنګي ويډيوګیمونه خوښېدل، خو اوس یې د ټايپينګ داسې ګیمونه خپل کمپيوټر ته ښکته کړي یا په اصطلاح انسټال کړي چې ډیر په بیړه په کمپيوټر کې یو څه لیکلی شي، هغه د چا خبره په یوه غشي یې دوه ښکاره کړي دي.
ويډیوګیم یا ويډيويي لوبې که د ستړیا پرمهال د تفریح سبب کیدلی شي نو کله کله ځينې کسان ورباندې معتاد یا روږدي کيږي هم. ايجينر نجیب الرحمن صبوري هم له هغو ځوانانو دی چې وډيوګیم یې خوښيږي، فوټبال او ځينې نورې ورزشي او روزنیزې لوبې پکې کوي.
صبوري وايي چې ویډیوګیمونه یا ویډيويي لوبې کول کوم ناسم کار ندی، خو که چېرې له دې ځان وساتل شي چې ورباندې عملي یا روږدي نه شو، دی وايي له ځینو هغو جنګي او له تاوتریخوالي ډکو وډيوګیمونو هم باید ځانونه وساتو چې په روح او روان مو منفي اغیز کوي.
ايجينرصبوري د ځینو هغو ګیمونو یا وډيويي لوبو یادونه هم کوي چې د یو شمیر خاصو کسانو لکه د سرتیرو لپاره جوړ شوي چې عام خلک یې باید ونه کړي او د ځینو نورو ګټورو ویډيوګیمونو په یادولو سره وايي چې باید داسې ګیمونه انتخاب کړو چې د ذهني پياوړتیا سبب مو وګرځي، لکه د ټايپينګ تيزولو لپاره ځینې خاص ګیمونه، ځينې هغه ګیمونه چې کیسۍ (معماوې) پکې حل کیږي او ځينې ورزشي لوبې چې د ګیمونه په ډول دي.
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې او دوشنبې له ازادي راډیو خپريږي.