د نړۍ اکثرو روانشناسانو د ماشوم ذهني دنیا ته د ورننوتلو لپاره ډیرې هڅې کړي.
دوي ته ترټولو ښه لاره چې ماشومانو ته ورنږي شي کوچني ته کیسې کول دي.
کیسې سره له دې ماشوم مصروفي د شخصیت په وده کې یې هم ډیر تاثیر لري، ماشومانو ته د کیسو ګڼ شمېرکتابونه لیکل شوي، خو له بده مرغه ځیني یې داسې دي چې ماشومانو د ګټې په ځای د زیان خوا ته بیایي.
د بیلګې په توګه ماشوم ته چې د لمدې لښتې په څیر دی، یانې هره خوا یې چې کږوې کږیږي.
د جنګ جګړو نکلونه کیږي، دا ډول کیسې د ماشوم په زړه کې کرکه او نفرت پیدا کوي، له ژونده خوابدي کیږي، بیا نو هماغه وي چې د ځان لپاره یوه ګوښه غوره کوي، نه چاسره کیني او نه هم خبرې کوي.
ماشومان فکرکوي چې د دوی لپاره غیر له شخړونه بل څه نشته.
خو ځیني خلک بیا ماشومانو ته هیڅ ډول نکلونه هم نه کوي، هغوي ته کیسې بې ارزښته ښکاري، بل وایي چې وخت نه ورته لري.
ماشوم ته داسې کیسې چې هغه ذهنا نارامه کړي له رواني پلوه ډیر تاوان رسوي، کوچني مړاوې او مایوسه کړي.
اتیا کلن نواب وایي، چې دی خپلو لمساینو ته هغه کیسې کوي چې دوی ته ډیرې ترخې وې، خو ډیر کسان بیا له دې نه خبر دي چې که ماشوم د یوې کیسې په اوریدلو خوابدي کیږي، هغه نه ورته کوي.
حلیم وایي، چې دی ډیر کوښښ کوي چې د ژوند خواږه ماشوم ته په کیسه کې بیان کړي.
لیکونکې- فرشته مرسل