د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۶

کوم کسان چې مغزي سکتې کوي، خاصې پاملرنې ته ضرورت لري


ډاکتران وایي چې؛ مغزي سکته یوه جدي ناروغي ده لوړ فشار، شکر، شدیده سردردي، د سګریټوڅښول، رواني تشویشونه، د مغزي سکتې سبب کیږي، کله خو سکتې مغزي په ارثي ډول هم له یوه نسل نه بل نسل ته انتقالیږي.

کوم کسان چې مغري سکتې کوي ډیر حساس وي له دې ناروغۍ نه وروسته ناروغ د کورنۍ خاصې پاملرې ته ضرورت لري.

اکثره کسان بیا له ناروغه د هغه د ناروغۍ په هکله ځینې خبرې پټوي.

ډاکتر فرید وایي، چې دا سم کار نه دی، ناروغ ته باید هرڅه روښانه وي.

د کورنۍ چاپیریال خوښ ساتل ټولو ناروغانو په تیره هغو کسانو ته ډیر ضرور دی چې مغزي سکتې یې کړې، که چیرې د دا ډول ناروغانو په مخکې جنګ جګړې وشي هغه یې نه شي زغملای، خو که دوي له ټولو ستونزونه لیرې وساتل شي د روغیدلو امکان یې ډیر وي.

د رواني او عصابو ناروغیو متخصص ډاکتر هدایت اله دانش وایي، کله چې ناروغ له روغتون نه کورته بیول کیږي اصلي درملنه یې هلته ناروغ سره په ښه چلند او هغه ته په ډیره پاملرنه کیږي.

کله چې یو کس مغري سکته کوي، هغه ته ځیني نورې ناروغۍ هم له همدې امله پیدا کیږي

ډاکتر دانش وایي، چې کورنۍ دې د ناروغ هره نوی پیدا شوې ناروغي له ډاکتر سره شریکوي.

لیکونکې- فرشته مرسل
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:09:47 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG