د افغانستان د جمهوري ریاست کاندیدان باید د بشري حقونو په اړه خپل دریځونه د خپلو کمپاینونو اساسي محور وګرزوي.
دا خبره د بشري حقونو د څار سازمان د یکشنبې په ورځ د کاندیدانو له خوا د پوښتن پاڼو د ځوابولو په ترڅ کې کړې ده.
دغه سازمان وایي، د جمهوري ریاست لپاره د یوولسو کاندیدانو له ډلې یواځې څلورو یي د بشري حقونو په اړه چې په دې هېواد کې یوه اساسي ستونزه ده، پوښتنو ته ځواب ویلی دی.
په پوښتن پاڼو کې د نورو مسایلو ترڅنګ د جنګي جرمونو د مسولینو، د ښځو د حقونو او شکنجې په اړه پوښتنې مطرح شوي دي.
د بشري حقونو د څار د ډلې د اسیا د برخې مسول براډ اډمس ویلي، د څلورو کاندیدانو دغه اقدام چې په دغه سروې کې یې برخه اخیستي او د دغو مهمو موضوعاتو په اړه یي خپل نظریات بیان کړي، ستایل کیږي.
هغه زیاته کړه، چې افغان رایي ورکونکي دې ته اړتیا لري چې پوه شي، د افغانستان د جمهوري ریاست کاندیدان چې یو به یې دغې څوکۍ ته رسیږي، د شکنجې، د ښځو د حقونو، وسله والو مخالفانو او د حساب ورکولو په اړه څه ډول ژمنې کوي.
د هغه په وینا د پوښتون پاڼو ویشل د دغې پروسې یوه برخه ده.
د بشر د حقونو د څار سازمان د ۲۰۱۳میلادي کال د ډیسمبر په دوهمه دغه پوښتن پاڼې ټولو یوولسو کاندیدانو ته استولې وې. په دغو پوښتن پاڼو کې د بشري حقونو د مهمو مسایلو په اړه اولس پوښتنې مطرح شوي دي. دې سازمان د جنوري دوهمه کاندیدانو ته د ځواب ورکولو وروستۍ نیټه ټاکلې وه.
د بشري حقونو د څارسازمان وایي، چې د ډیسمبر له دوهمې د جنوري تر دوهمې پورې یي څو ځلي له هرکاندید سره تماس ټینګ کړی، څو دا یقن حاصل کړي، چې پوښتن پاڼې یې ترلاسه کړي او ورته ویل شوي چې د ځوابولو وروستۍ نیټه په یاد ولري.
د راپور له مخې د جمهوري ریاست څلورو کاندیدانو عبداله عبداله، قطب الدین هلال او قیوم کرزي تر ټاکلې نیټې پورې دغه پوښتن پاڼې له بشپړو ځوابونو سره بیرته سپارلي دي او تر هغې وروسته چې دې سازمان له نورو اتو کاندیدانو سره بیا بیا تماسونه ټینګ کړي هغوي ته یي وروستۍ نیټه د جنوري تر۱۴ پورې غزولې وه.
په دې موده کې د جمهوري ریاست بل کاندید داود سلطان زوی د جنوري په اتلسمه دغه پوښتن پاڼه نه ده ځواب کړې خو د یوه اوږده ایمل په ذریعه یې په دې برخه کې خپل دریځ روښانه کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان دغه اقدام په داسې حال کې کوي، چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم له کاندیدانو غوښتي دي، چې د انتقالي عدالت د پلي کیدو په برخه کې روښانه پروګرامونه ولري.
د دې کمیسیون مشرې سیما سمر د یکشنبې په ورځ د افغانستان ملي ارشیف ته د تیرو درې نیمو لسیزو د جګړې د قربانیانو د پاتې شونو د تسلیمولو په یو نندارتون کې وکړې.
په دې نندارتون کې د تیرو شاوخوا درې نیمو لسیزو د قربانیانو جامې، بوټونه، څپلۍ او ځیني نور شیان په ملي ارشیف کې نندارې ته ايښودل شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان وایي، د ولسمشر کرزي حکومت که څه هم په تیرو دولسو کلونو کې د رسنیو د ازادۍ او د ښځو د حقونو په برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي خو دا حکومت تر اوسه په دې کې پاتې راغلي، چې له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو په اړه چې پخوا شوي یا اوس دوام لري جدي اقدام وکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسول براډ اډمس وایي، د جمهوري ریاست کاندیدان باید له بشري حقونو څخه د دفاع او د دې مسالې د شفافیت په اړه خپل پلانونه واضح کړي ځکه کله چې رایې ورکونکي د انتخاباتو مرکزونو ته ځي نو باید پوه وي چې د جمهوري ریاست د خوښې کاندید یا کاندیدان یي د ده په وینا د ژوند او مرګ د دغو مهمو مسالو په اړه څه ډول موقف لري.