د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۷

په ودونو کې ډېر لګښت او د ډېرو خلکو رابلل ګټې لري که تاوان؟


د واده اصلې هدف د دوو کورنیو او دوو کسانو، خوښي نیکمرغي او د نوي ژوند پیل وي، خو له بده مرغه د بې ځایه رواجونو او سیالیو لمن په ځینو ځایونو کې دومره غځېدلي چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، ځینې کورنۍ د لور په خسرخیلو باندې دا مني چې واده کې ډیر لګښت وکړی، خو ځینې نور بیا خپله غواړي چې واده ته په زرګونو کسان راوغواړي او ډول ډول خواړه برابر کړي چې دا مناسب کار نه د.

هغه کورنۍ چې اقتصاد یې ښه دی هغوی هم باید خپل ودونه او د خوښی نور مراسم ډیر محدود او ساده ونیسي، تر څو نوروخلکو ته نمونه شي، پدې رقم به هغه کورنۍ چې کمزوری اقتصاد لري دې ته مجبوره نشي چې په ودونوکې ډیر کسان راوغواړي او ګران بیه ډوډۍ ورته برابره کړی، په پیل کې مو له څو تنو څخه پوښتلي چې په ودونوکې ډیر لګښت او د ډیرو کسانو رابلل څنګه دي ؟

راڅو هغو کسانو ته چې دوی خپله غواړي په ودونوکې ډیر لګښت وکړي او په زرګونو کسان راوغواړي ځینې خو دا چې توان یې نه لري له همدې امله مجرد پاتې دي.

پخوا به اکثره ودونه په کور کې کېدل، میلمانه به هم دومره ډیر نه و، خو اوس هر څه بدل شوي که یوه کس خپل واده ته زر کسان وغوښتل بل له سیالې نه دوه زره غواړي. د کابل اوسیدونکی اجمل وایي؛ چې همدا علت ده چې ورځ تربلې لګښتونه له حد نه ډیر زیاتیږي .

د لوګر اوسیدونکې شفیق په نظر که چیرې واده ته ډیر کسان راوغوښتل شي؛ یو خو یې هغسې قدراو عزت نه کیږي لکه څنګه چې په کار وي، بل تاوان یې ټولو هغو ځوانانوته رسیږي چې ودونه مخکې لري هغوی هم بیا مجبوره وي چې ډیر کسان دعوت کړي، که داسې ونه کړي خو کم راځي .

د ننګرهار اوسیدونکی حلیم وایي، چې پیسدار خو پیسې لري، چې مصرفوی یې، په واده کې ډیر لګښتونه بیا غریب کسان دې مجبوره وي چې له نامشروع لارو نه پیسې پیدا کړي او واده پرې برابر کړي .

د حلیم په باور هغه کسان چې ډیرې پیسې لري په واده کې د ډیر لګښت په ځای دې هغه روپي هلک او جلۍ ته ورکړي چې راتلونکی ژوند کې اقتصادي ستونزو سره مخ نشي .

لیکونکې: فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:15:10 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG