د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۳

افغانستان

په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو کمپاینونه رسماً پیل شول

د ولسمشرۍ انتخاباتو کمپاينونه رسماً پيل شول، چې يوولس کسان ورته کانديدان دي. دغه کمپاينونه به دوې مياشتې دوام کوي.

د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره د کانديدانو د انتخاباتي مبارزو له پيل سره د انتخاباتي شکايت اورېدنې کميسيون دغو کانديدانو ته خبردارى ورکړ.

د دې کميسيون وياند نادر محسني له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې کاندیدان دې د انتخاباتو له اصولو سرغونه نه کوي:

”کانديدان دې هڅه نه کوي، چې د انتخاباتو د فضا په کړکېچن کولو او د انتخاباتو له قانون او اصولو په سرغړونې سره ناسالمه فضا ايجاد کړي. په دې صورت کې د انتخاباتي شکايت اورېدنې کميسيون له سرغړوونکو سره جدي چلند کوي“

ښاغلي محسني وويل، د انتخاباتي مبارزو پر مهال د انتخاباتي سرغړونو د څېړلو لپاره پوره تياري لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

یوې نسبتاً شدیدې زلزلې د افغانستان او پاکستان یو شمېر سیمې ولړزولې

یوه زلزله، چې شدت یې د ریښتر په حساب څلورنیم و، نن ماسپښین د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمې ولړزولې.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز د افغانستان له پولې نژدې ۶ کیلومتره او د تاجکستان له پولې ۴۴ کیلومتره لیرې، په خیبرپښتونخوا کې و.

د زلزلې مرکز د مځکې له سطحې ۱۰ کیلومتره لاندې ثبت شوی دی.

تراسه پورې د دې زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

په وروستیو کې د افغانستان ختیځې سیمې سختو زلزلو وځپلې چې له کبله یې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبلې واوښتې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د شمشماد تلویزیون د خپرونو بندېدا د رسنیو په چارو کې لاسوهنه وبلله

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو له‌خوا د شمشاد خصوصي راډیو - تلویزیون د خپرونو درول د یوې خپلواکې رسنۍ په چارو کې «روښانه او مستقیمه لاسوهنه» ده.

دغه مرکز د یوې سرچینې له قوله چې له کابل څخه یې خبرې کړې، ویلي چې د طالبانو د استخباراتو ادارې په امر د جمعې په ورځ، د تلې ۲۵مه (اکتوبر ۱۷مه) د شمشاد د خپرونو مخه ونیول شوه.

د سرچینې په وینا، طالبانو شمشاد تلویزیون تورن کړی چې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستۍجګړې او د پاکستان له خوا پر افغانستان د هوايي بریدونو په اړه یې “دقیق او یې پرې” راپورونه نه دي خپاره کړي، او د پاکستان پر وړاندې “ یې د طالبانو د حکومت د دریځ او اقداماتو په کافي اندازه” دفاع نه ده کړې.

تر اوسه د طالبانو حکومت د شمشاد د خپرونو د بندېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، او د شمشاد تلویزیون چارواکو هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د پاکستان فدرالي کابینې د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د چټکولو پرېکړه وکړه

د پاکستان فدرالي حکومت د جمعې په ورځ پرېکړه وکړه چې د افغان اتباعو د ستنولو بهیر به چټک کړي.

دغه پرېکړه د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د لوړې کچې په یوه ناسته کې وشوه، چې هدف یې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر ارزونه وه.

په ناسته کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ټینګار یې وکړ چې د افغان اتباعو دوامداره په سرحدي بریدونو د افغان کډوالو ښکېلتیا د جدي اندېښنې وړ ده.

شهباز شریف ټولو صوبایي حکومتونو او اړوندو فدرالي ادارو ته لارښوونه وکړه چې د ټولو غیرفانوني او بې اسناده افغان اتباعو د منظم او ژر بېرته ستنولو لپاره نژدې همغږي وساتي، او روښانه یې کړه چې د پاتې کېدو لپاره به نور هېڅ تمدید نه ورکول کېږي.

هغه د پاکستان د خلکو له لورې د تېرو څو لسیزو پر مهال د میلیونونو افغان کډوالو د مېلمه‌پالنې ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د زرګونو انسانانو د ژوند او اقتصادي سرچینو په بڼه درانه تاوانونه زغمي.


شلو اروپايي هیوادونو له اروپايي کمیسیونه د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه وکړه

د اروپايي اتحادیې شلو غړیو هیوادونو په ګډه له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره عملي ګامونه واخلي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

دا نوښت د شنبې په ورځ د بلجيم د پناه او مهاجرت وزیرې انیلین فان بوسوویت (Anneleen Van Bossuyt) له‌خوا اعلان شو.

هغې وويل:

«د شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ ټول غړي هېوادونه له یوه ستونزمن خنډ سره مخامخ دي: موږ نه شو کولای هغه افغانان چې غیرقانوني یا مجرم دي، حتی له محکومیت وروسته، بېرته واستوو. دا وضعیت د پناه‌ ورکولو پر تګلاره د خلکو باور کموي او زموږ د امنیت لپاره خطر پېښوي. اوس د ګډ اقدام وخت دی.»

د بلجیم ترڅنګ، دا لیک بلغاریا، قبرس، جرمني، استونیا، فنلنډ، یونان، هنګري، آیرلنډ، ایټالیا، لیتوانیا، لوګزامبورګ، مالټا، هالنډ، ناروې، اتریش، پولنډ، سلواکیا، چک جمهوریت او سویډن هم لاسلیک کړی دی.

یاد هېوادونه له د اروپايي کمېسیون د پناه او مهاجرت له کمېشنر مګنس برونر څخه غواړي چې له طالبانو سره د بېرته ستنولو د تړونونو موضوع ته لوړ سیاسي لومړیتوب ورکړي او د دې لپاره هم دیپلوماتیکې او عملي حل‌لارې تعقیب کړي.

طالب چارواکو د شمشاد ټلویزیون خپرونې بندې کړي

د شمشاد ټلویزیون
د شمشاد ټلویزیون

د شمشاد راډیو او ټلویزیون خپرونې تر نامعلومې نېټې ځنډول شوي.

د راپورونو له مخې د طالبانو د استخباراتو چارواکو د جمعې ورځې ناوخته په کابل کې د دغه خصوصي ټلویزیون او راډیو دفتر ته ورغلي او خپرونې یې وربندې کړي دي.

لا معلومه نه ده چې طالبانو ولې د شمشاد د خپرونو مخه نیولې ده.

د شمشاد ټلویزیون د نشراتو مخکیني مشر نسیم پښتون په یوه بیان کې د طالبانو دا اقدام د ده په خبره له پاکستان سره د وروستیو نښتو د خبري پوښښ په بڼې تړلی دی.

پکتیکا کې د مرګژوبلو زیاتېدل؛ لس ملکیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

د پکتیکا نقشه
د پکتیکا نقشه

د پکتیکا د ولایتي روغتون یوه چارواکي ویلي چې د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.

دغه چارواکي چې د موضوع د حساسیت د نوم د نه خپرولو غوښتنه کړې فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې دوه ماشومان هم په وژل شویو کې شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې په وژل شویو کې دری کرکټ لوبغاړي هم شامل دي چې د ګڼو ورزشکارانو او فعالانو غبرګونونه یې پارولي دي.

له پاکستان سره د افغانستان د کرکټ لوبې لغوه شوې؛ د پکتیکا دری کرکټران وژل شوي

Afghan domestic cricket players killed
Afghan domestic cricket players killed

د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره را روانې شل اووریزې لوبې لغوه کړي.

بورډ په خپله پاڼه لیکلي چې په پکتیکا کې د پاکستان د بریدونو په غبرګون یې دا پرېکړه کړې ده.

د پکتیکا په ارګون کې د جمعې ماښام په بریدونو کې د دریو ولایتي کرکټرانو په شمول اته کسان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

د کرکټ بورډ بیان زیاتوي وژل شوي لوبغاړي هارون، صبغت الله او کبیرآغا نومېدل چې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې تر لوبې وروسته بېرته ارګون ته ستانه شوي وو خو هلته د دمې پر مهال پرې د پاکستاني پوځ له خوا هوايي برید شوی وو.

د افغانستان د کرکټ ګڼو ملي لوبغاړو هم د پکتیکا د دریو ولایتي لوبغاړو په وژنه خواشیني ښوولې او د پاکستان د پوځ بمباري یې غندلې ده.

تمه وه چې پاکستان د نومبر له ۱۷ تر ۲۹ مې د افغانستان، پاکستان او سریلانکا د درې اړخیز ټورنمنټ کوربه توب وکړي خو اوس داسې ښکاري چې دا لوبې ممکنې نه دي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وايي چې هېواد یې له افغانستان سره په رغنده خبرو کې ښکېل دی

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند شفقت علي خان
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند شفقت علي خان

داسې مهال چې په قطر کې د طالبانو د حکومت او پاکستان پلاوي نن د خبرو لپاره سره ویني، د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وايي چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې رغنده خبرې کوي.

د دې وزارت ویاند شفقت علي خان نن (د تلې ۲۵مه) خبریالانو ته وویل چې دواړه هېوادونه د یوه سوله ایز حل په هدف په رغنده خبرو کې ښکېل دي او یوځل بیا یې تینګار وکړ چې د پاکستان تمه دا ده چې د طالبانو حکومت د تروریستي ډلو پرضد کوټلي اقدامات وکړي او دا خبره یقیني کړي چې تروریستان د افغانستان له خاورې څخه د حملو لپاره کار نه اخلي.

ټاکل شوې چې د طالبانو او پاکستان پلاوي به د دوحې په خبرو کې د اوربند د تمدید او د وروستیو نښتو اړوند مسایل وڅېړي.

د راپورونو له مخې د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د طالب پلاوي مشري کوي. پاکستان هم تایید کړې ده چې د قطر په منځګړتوب دې خبرو کې برخه اخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر له طالبانو غوښتي چې د اعدام سزاوې ودروي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په بادغیس ولایت کې د یوه کس علني اعدام غندلی دی.

دغه دفتر تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه د بشري حقونو د کمشنر ولکر تورک په حواله ویلي، علني اعدامونه د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي.

ښاغلي تورک د افغانستان پر واکمنانو غږ کړی چې د اعدام سزا د لغو کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د طالبانو ځایي چارواکو پرون پنجشنبه وویل، اعدام شوی کس " قاتل" و او دوی د محکمو له حکم او د مقتول د کورنۍ له نه بښنې وروسته " قصاص " کړ.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، اعدام شوی کس د جوند ولسوالۍ اوسیدونکی و چې دوه کسان یې په ډزو سره وژلي وو.

د بشري حقونو بېلابېلې ډلې د طالبانو د محاکمو له خوا دغه ډول علني سزاګانې غندي، خو طالبان بیا دا سزاوې د اسلامي شریعت تطبیق بولي.

پخواني معلومات:

ننګرهار نن سهار د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۶ درجې زلزلې ولړزوه

ارشیف
ارشیف

د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۶ درجې زلزلې نن سهار ننګرهار ولایت ولړزوه.

د جرمني د زلزلې پیژندنې یوه مرکز ( ولکېنو ډیسکوري) ویلي، زلزله په ځایي وخت سهار ۴ بجې او ۲۳ دقیقې وشوه او مرکز یې د جلال اباد ښار په ختیځ کې و.

تراوسه د زلزلې د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

د اګست په ۳۱مه د افغانستان ختیځ یوې زورورې زلزلې ولړزوه چې ډیر زیان یې د کونړ د څو ولسوالیو اوسیدونکو ته واړوه.
د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، هغې زلزله کې څه باندې ۲۲ سوه کسان مړه او نژدې ۴ زره نور ژوبل شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG