دا پروګرام مو په غوربند کې د بهرنیو د هوایي بمبارۍ له امله د اوښتې مرګ ژوبلې څرنګوالي ته ځانګړی کړی .
تاسو خبر یی چې دوه اونۍ وړاندې د چهار شنبې په شپه بهرنیو ځواکونو د پروان په سیاګرد ولسوالۍ کې په یوه کلي بمباري وکړه او د تحقیقاتي پلاوي له څیړنو وروسته معلومه شوه چې په دې پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ ملکیان وژل شوي دي.
خو له دې سره سم د پروان د چارواکو او ځینو رسنیو په حواله وویل شول، چې تحقیقاتي پلاوي په خپلو څیړنو کې صداقت نه دی کړی او پخواني عکسونه یې جمهوري ریاست ته ورکړي.
د پروان سیاګرد ولسوالۍ ته د تللي تحقیقاتي پلاوي غړی او په ولسي جرګه کې د کاپیسا استازی اقبال صافې زموږ د دې خپرونې میلمه دی او له نوموړي سره به په همدې موضوع خبرې وکړو: