د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۸

د سینه بغل واکسین د اتو مخکینیو په څیر یو ضروري واکسین دی


افغانستان یوله هغو لسو هېوادونو څخه دی چې؛ د ماشومانو د مړینې شمېر په کې ډیر دی، د عامې روغتیا وزارت وایي چې؛ د ماشومانو د مرګ لاملونه ډیر دي، خو ترټولولوی علت یې د سینه بغل ناروغي ده.

د همدې لپاره خو د یاد شوي وزارت په هڅو څه موده وړاندې د سینه بغل واکسین برابر شو، دا واکسین په سینه بغل سربیره د ځینو نورو ناروغیو په وړاندې هم ماشوم وقایه کوي.

د سینه بغل واکسین د اتو مخکینیو واکسینو په څیر یو ضروري واکسین دی چې؛ باید حتمي ماشوم ته ولګول شي.

د واکسین په تطبیق کې ترټولو لویه ستونزه دا ده چې؛ ځیني کلیوال یې په ګټه نه پوهیږي، هغوي دې ته ذهني چمتوالی نه لري چې خپل ماشومان واکسین کړي.

لیکونکې فرشته مرسل
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:15:10 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG