د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۱

ځينې ځوانان ولې ځان وژني؟

که په ژوند کې ترخه نه وای، په خوږو یې نشوو پوهیدلی، ځکه خو ویل کيږي، چې ژوند ښکلی دی.

که د پيغمبرانو، صاحبه کرامو او د نړۍ ځينو نورو عظيمو انسانانو ژوند ته ځير شو، نو د ډیرو ستونځو له ګاللو وروسته بري ته رسيدلي دي. خو ژوند کله کله ځينې کسان په تېره بیا ځوانان دومره وارخطا کړي، چې د همدغه ښکلي ژوند مرۍ پخپله خپه کړي.

ولې ځينې کسان ځان وژني؟ ځينو ځوانانو د خپل او د بل د ژوند خاطرې هم راسره شریکې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO او د ځان وژنې د مخنيوي نړیوال سازمان یا IASP د میلادي کال د سپتمبر ۱۰ نيټه په نړۍ کې د ځان وژنې د مخنيوي ورځې په نوم نومولې ده. محققان وايي، چې کورنۍ تاوتریخوالی، بې وزلي، نا امني او ناهيلي د خودکشي کولو عمده عوامل دي، چې هر کال تر ۱ میلیون ډير کسان ځان وژني. د WHO د اټکل له مخې خودکشي په نړۍ کې د مرګ ۱۳ لوی علت بلل شوی، چې د ښځو په نسبت نارینه ۳،۴ برابره ډير خودکشۍ ته مایل دي.

یو څو ځوانانو د هغو ځواني مرګو د ځان وژنې خاطرې راسره شریکې کړي، چې د چا نیمګړي ارمانونه یې له ځانه سره ګور ته وړي:

څه وايي، چې له مینې پرته غمونه نور هم ډیر دي، له نیکه مرغه په اسلامي هیوادونو کې د نورې نړۍ په پرتله ځان وژنه ځکه کمه ده، چې په اسلام کې ځان وژل حرام بلل شوي، یو ځوان وايي، چې اقتصادي ستونځو یې زړه له ژونده تور کړی و، غوښتل یې ځان ووژني، خو مسلمان دی، ویل یې دا دنیا خو هسې هم تیره ده، هغه ولې خراپه کړم!؟

په همدې موضوع مې له یوه داسې ځوان ډاکټر سره مرکه کړې، چې په بهرنیو پوهنتونونو کې یې د روانشناسۍ په برخه کې زده کړې کړي، دغه ډاکټر نجیب الله زاخیلوال دی.

د ډاکټر زاخیلوال په څیر د نړۍ نور ګڼ شمیر متخصصين هم وايي، چې زلمکي او ځوانان ډير احساساتي وي، زر غصه کیږي، ناهيلي کیږي،په بیړه تصميم نيسي او کله نا کله خو آن خودکشي او ځان وژنه کوي، د دغو ماهرانو له نظره زلمي او ځوانان باید وڅارل شي، مینه او ګوزاره ورسره وشي، یوازې دې پرې نښودل شي او د هغو ملګرو له ټولې دې هم وساتي، چې دوی ځان وژلو ته لمسوي.

ژوند د خدای تعالی لخوا انسان ته ورکړل شوې یوه لویه ډالۍ ده، چې باید قدر یې وشي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:14 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG