نشه کول بې شمیره زیانونه په خپله شخص، کورنۍ او ټولنې ته رسولی شي، کوم کسان چې په، پوډرو، تاریاکو، چرسو او دې ته ورته نورو شیانو عادت وي خپل فکري توازن له لاسه ورکوي بیا نو هماغه وي چې یا خو هیڅ کار نه کوي که یې وکړي هم ستونزې او پیښې رامنځته کوي.
مثلآ اکثره ترافیکي پیښې چې نن سبا کیږي یو لوی علت یې د نشې په حالت کې موټر چلول دي، د ترافیکو د ریاست مسول کسان وایي چې؛ په دې وروستیو کې یې اوو هغه موټر چلونکی نیولي چې نشه و.
کله چې له عملي او معتادو کسانو نه پوښتنه کیږي چې؛ ولې د موټر چلولو په وخت نشه کوي دوي له غم او درد نه د خلاصون لاره نشه ګڼي، خو تجربو ښودلې چې نشه هیڅکله هم د انسان غم او درد نه کموي لا یې نور هم د ژوند په هره برخه کې زیاتوي.
عملي او معتاد کسان د موټر چلولو په وخت نه یوازې ځان ته تاوان رسوي بلکې نور خلک هم له بدو پیښو سره مخ کوي.
لیکونکې فرشته مرسل