د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۸

د ښاري ټرانسپورټ په اړه د خلکو ستونزې لا پر ځای پاتې


ښاري ترانسپورت هغه څه ده چې؛ د هرچا ضرورت ورته پیښیږي، په کابل کې د ترانسپورت وزارت مسول کسان وایي چې؛ د ملي بس تصدي د لومړي ځل لپاره ۵۰ کاله مخکې رامنځه ته شوې، په دې ۵۰ کلنو کې ملي بس ته د بېلابېلو عواملو له امله پرته له تاوان نه ګټه نه ده رسیدلې، له همدې وجې اوس مهال د کابل په ښار کې یوازې ۱۰۰ ملي بسه په کار بوخت دي، ځکه خو د عامو خلکو ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي.

سږکال تر دوو کلنو وړاندې د ښاري ترانسپورت د کمښت ستونزې نورې هم زیاتې شوي موږ د خلکو شکایتونه د ترانسپورت وزارت ته وړاندې کړل، په پیل کې مو د دې وزارت د پلان او پالیسي د ریاست له رئیس محمد رمضان شفق نه پوښتلي چې ولې خلکو ته وعدې ورکوي بیا یې کارونه هسې پاتې وي هغه وویل، چې دوي ترخپل وس کوښښ کوي چې د خلکو ستونزې د ترانسپورت د نشتون له وجې حل کړي.

لیکونکې فرشته مرسل:
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:14:26 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG