د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۷

"اولادونه د زړښت لکړه وي"


ښايی له ډیرو کسانو نه تاسو هم دا اوریدلي وي چې وایي؛ اولادونه د زړښت لکړه وي، بیا ډیرو ته خو بیخي خوشاله وي، خو دې ته یې پام نه وي چې د مور پلار د ژر زړیدلو یو لوی علت همدا ډیر اولادونه کیدلی شي، ځکه د افغانستان ډیرخلک کم عاید لري هغوي دومره پیسې نشي ګټلای چې مور او ماشوم ته هغه خواړه برابر کړي چې بدن یې ضرورت ورته لري.

له بلې خوا د اولادونو د زده کړې مساله هم وي، ماشومان، کالي، کتاب، کتابچې د کورسونو فیس او د نورو اړینو شیانو د اخیستلو لپاره روپۍ غواړي، که دوه ، درې ، ماشومان وي کورنۍ یي چې په هر ډول وي یو څه ورته برابرولی شي، خو که چیرې ډیر بچي ولري بیا لومړی څه ورته واخلي؟ په کومو پیسو یې واخلي؟

لیکونکې فرشته مرسل
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:15:33 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG