د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۱

وړه مجله لیکونکي حسینه معاصر

که ماشومانو ته ځير شوي وئ نو لیدلي به مو وي، چې کله کله د لویانو تقلید کوي. کله لاسونه شاته ونيسي د پلار پېښې کوي، کله چې مور په لمانځه وګوري نو تر هغې وړاندې پر جای نماز ودریږي.

نن مو له یوې داسې پيغلوټې زده کوونکې سره مرکه درته کړې، چې په کم عمر غواړي د لویانو هومره کارونه وکړي.

په نننۍ تاندې څانګې کې چې زه نورګل شفق یې درته وړاندې کوم یوه بله موضوع هم لرو، هغه دا چې علمي سفرونه (سیرعلمي) د ځوانانو لپاره څومره ګټور دي.

حسينه معاصر اوس مهال په کابل کې د شهید لامعه لیسې د اتم ټولګي زده کوونکې ده. تېرکال ژمي راهيسې یې د ماشومانو په اړه ځينې مطالب او انځورونه راټول، په یوه کتابچه کې به یې هغه نښلول، اخر داسې ورځ راغله چې هغه کتابچه په یوه مجله واوښته. چې افغان ماشوم یا کودک افغان نومیږي.

د دې مجلې زیاتره لیکنې او رسمونه حسینه وايي چې ماپخپله کړي، دا وايي چې غوښتل مې د ماشومانو، زلمکیو او پيغلوټو له خوښې سره سم یو څه ولیکم او بیا یې چاپ کړم. خو په دې مجله کې د میندو پلرونو او ځینو لویانو لپاره هم ځينې خبرې شته:

(تېر کال په ژمي کې مکتبونه هم رخصت وو. یو خو مې له لیک او لوست سره ډيره جوړه ده. هر وخت یو څه لیکم، کله کیسې لیکم او کله رسمونه کاږم.

کله به مې یوه نیمه کیسه له انټرنټه هم راخيستله. له ځینو مجلو به مې ځینې عکسونه راپرې کول. نو دا لیکنې، انځورونه او رسمونه به مې پخپله یوه کتابچه کې سریښول. څه موده وروسته چې ورته ځیره شوم، نو ډیر ښه او ګټور مطالب پکې راټول وو. مور او پلار مې ډيره خوښه کړه او زه یې وهڅولم چې باید چاپ شي. زیاتره لیکنې مې یې پخپله کړي.

فکر کوم د داسې یوې مجلې ځای خالي و. لیکنې یې (زما پیغام) په نوم مضمون هم ما لیکلی. چې خپلو همځولو ته مې دوستانه غوندې نصیحتونه کړي، چې له درسونو دې ځان نه پټوي. (لومړۍ خبره) کې ما خپل ځان معرفي کړی دی.

(اسلام سپيڅلی دین دی) دا لیکنه مې له یوه کتابه راخيستې. (د ماشومانو ارمانونه) تر عنوان لاندې د بیلا بیلو ماشومانو امیدونه دي، چې پکې رآټول کړي مو دي. او ( څنګه ماشومانو ته بخښنه غوښتل ورزده کړو) د د میندو او پلرونو لپاره یوه مضمون دی، چې په لیکلو کې یې زما خویندو راسره مرسته کړې.)

په دې وروستیو کې که څه هم مجلې او کتابونه ډیر چاپيږي. خو ډیر کله داسې شوي چې مجلې تر يو څو ګڼو چاپيدو وروسته له منځه ځي. خو حسینه معاصر وايي چې دا مجله د دې لپاره نده پېل شوې چې له منځه دې لاړه شي. هغه وايي همدا مجله وه چې زه یې تر جمهورریئسه ورسولم او هغه یو چا ته دنده ورکړې چې افغان ماشوم یا کودک افغان مجله باید روانه واوسي:

(موږ خو مجله د همدې لپاره پېل کړه، چې دوام ولري. نورې ګڼې یې هم چاپ شي. دا لومړۍ ګڼه د کابل والي عبدالجبار تقوی په مالي مرسته چاپ شوې. خو کله چې جمهورريئس حامد کرزي سره د لیدو زمینه راته برابره شوه، نو هغوی فاطمه ګیلاني ته دنده ورکړه چې دا مجله به راته چاپوي. هغوی راته ویلي چې په هرو دریو میاشتو کې به یو ځل چاپيږي. نو اوس یې د چاپ مسؤلیت د هغوی په غاړه دی.)

حسینه په ځان کلک باور لري او هوډ لري چې په راتلوونکې کې یوه تکړه ژورنالیسته واوسي او د افغان ماشومانو او زلمکیو لپاره کار وکړي. هغه وايي چې زما د مجلې چاپ نور ډیر ماشومان، زلمکي او پيغلوټې هم هڅولي چې خپلې وړتیاوې څرګندې کړي:

(ځینې ماشومان پخپل ځان کې یو خاص استعداد لري، خو یو ډار ورسره وي چې هغه پټ استعداد رابرسیره کړي او نورو ته یې وروښيي. کله چې ما دا مجله چاپ کړه او نور ماشومان هم خبر شول چې زه د همدې مجلې په برکت تر جمهور ريئسه ورسیدم، نو له دې سره ډير نور ماشومان هم وهڅیدل.زه پخپله هم په راتلونکې کې غواړم یوه ژورنالسته واوسم. ځکه غواړم چې د ماشومانو غږ پورته کړم او د هغوی د حقونو مدافع واوسم.)

ماشومانو ته باید څوک ونه وايي چې ته څه نشې کولی... دا خبره هم حسینه معاصر کوي، له لویانو په ځانګړي ډول له میندو او پلرونو غواړي چې د ماشوم پوښتنې دې بې ځوابه نه پریدي. دوی سره دې د نفرت او کرکې په ځای ریښتيني مینه وکړي:

(ځینو ماشومانو ته ځینې کسان وايي چې چوپ شه، ته نه پوهیږې. باید داسې ورته ونه وايي. ځکه له دې سره د هغه استعداد وژل کیږي او هغه پخپل ځان باور له لاسه ورکوي. یو چې کله له چا پوښتنه وکړي نو ډیر کله څوک ځواب نه ورکوي، چې دا هم ښه کار ندی باید پوښتنو ته یې ځواب ورکړل شي. او کله کله یې مور پلار یا نور مشران وهي، چې دا هم ښه کار ندی، باید له دوی سره مینه وکړي او په مهربانۍ دې ورسره خبرې کوي.)

علمي سفرونه (سیرعلمي) څومره ګټور دي

شفیق مريد په یوه سندره کې وايي چې (ورکې فاصلې دې وي، یو تر بل قربان دې یوو..اوس وايو ودان دې یوو)...
د غمونو تر منځ دې فاصلې خدای ډیر لري، خو د زړونو تر منځ فاصلې دې خدای له منځه یوسي. کله مو له ښوونځي سره فاصله نیولې؟

هغه فاصله نه یادوم چې ځینې کسان له ښوونځي تښتي. بلکې هغه فاصله یادوم چې د ښوونځي یا لیسې لخوا زده کوونکي په یوه علمي سفر میوزیم یا ځینو تاريخي ځآیونو ته بیول کیږي...

د وردګو ولایت د لیسې یو زده کوونکي ځوان عبدالوارث وايي، چې کله کله د لیسې د ادارې لخوا داسې ځایونو ته له ټولګیوالو سره بیول شوی چې د هغو ځایونو او ځینو اثارو یوازې عکسونه یې په کتابونو کې لیدلي وو او په اړه یې لوستي وو.

عبدالظاهر د کابل د رحمان مینې د یوې لیسې لیسې زده کوونکی دی، دی وايي چې بابر باغ ته بیول شوي یوو او همدا راز د قالینو په اړه د یوه درس پر مهال د ښوونځي د ادارې لخوا ورسره ژمنه شوې چې په نږدې ورځو کې به یې د قالینو د اوبدلو یوې فابریکې ته بوځي.

خو یاسيمین چې سږ کال له دوولسم ټولګي فارغيږي وايي چې په دې دوولسو کلونو کې هيڅ ځای ته د لیسې د ادارې لخوا ندي بیول شوي خو په یوه ذهني لوبه کې د لومړي ځل لپاره د مکتب لخوا ګډون کوي.

ځوان ډاکټر لیکوال او شاعر احسان الله درمل علمي سفرونه د زده کوونکو لپاره ډیر ګټور بولي، هغه وايي چې تر کتابونو بهر هم لوی علم پروت دی.

درمل ډير ګرځيدلي خلک بې سنده عالمان بولي او وايي چې دوی تر ځینو تعلیم یافته کسانو هم ډیره پوهه لري او له کورنیو هم غواړي چې خپلو ماشومانو او ځوانانو ته دې کله کله د داسې سفرونه زمینه برابروي.

د پوهنې وزارت مسلکي معين اصف ننګ هم د زده کوونکو د ذهني پیاوړتیا لپاره علمي سفرونه ډير مهم او ګټور ګڼي او د ځینو ځایونو نومونه اخلي چې وخت په وخت زده کوونکي په علمي سفر وروستل کیږي.

خو ننګ دا خبره مني چې د ښوونځي او د لیسو د زده کوونکو لپاره ډیر کم داسې علمي سفرونه برابرولی شي، ځکه څومره چې په کار ده هغومره اسانتیاوې او بودیجه نه ورته لري.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:17 0:00
مستقیم لېنک


تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG