ښایي تاسو هم له صحي کارکونکو نه اوریدلي وي چې؛ وایي سپینه غوښه بې ضرره وي، ځکه خو توصیه کوي چې سپینه غوښه خورئ، سپینه غوښه د چرګانو او ماهیانو غوښې ته وایي، ډکتران معمولآ ناروغانو ته لکه د جاغور په تکلیف اخته کسانو ته له دوا سره د ماهي د غوښې د خوړلو سپارښتنه هم کوي، د ماهي غوښه د هغو کسانو لپاره هم ډیره ګټوره وي چې د زړه او مغز ناروغي لري.
د ماهي د غوښې له دومره ګټو سره سره ډیر کسان وایي، دا چې پیسې نه لري ماهي نشي اخیستلای، هغوي په میاشت کې څه چې په کال کې هم په دې نه توانیږي چې ځان او کورنۍ ته د ماهي غوښه برابره کړي، خو یو شمېر نور بیا په دې نظر دي چې که څوک وغواړي او د ماهي د غوښې په ګټو پوه شي نو کم زوري اقتصاد یې مخه نشي نیولي، له نورو لګښتونونه یو څه پیسې سپما کوي ماهي په اخلي.
په بازارونوکې د ماهیانو د غوښې د ډیریدلو او یو څه ارزانه کیدلو یوه لاره د ماهي د فارمونو جوړول دي، د کرنې د وزارت د مالداري د برخې رئیس ډاکترمحمدعارف امان یار وایي، چې دوي په ټول افغانستان کې ۳۵د ماهیانو فارمو سره تخنیکی مرستې کوي.
ماهیانو خو انسانانو ته بی شمېره ګټې رسوي، خو دا به هم واورو چې ځیني انسانان بیا له ماهیانو سره څه کوي ؟ ذبیح واله وایي چې نسل یې د اوبو په تل کې ورته نابودوي.
په سیندونو کې ماهیانو ته بم وراچول، په دوا او نورو شیانو یې وژل د اسلام له نظره هم منع دي.
لیکونکې- فرشته مرسل