د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۸

له رواني ناروغانو سره نرمي پکار ده


د رواني ناروغیو د ډاکترانو په وینا افغانستان له هغو هېوادنو څخه دی چې؛ ډیر کسان یي د جنګ جګړو، بې کاری، بې وزلی او د کورني تاوتریخوالی له وجې په رواني ناروغیو اخته شوي، ځینې هم له مور نه ناروغ پیدا شوي، په انساني او اسلامي لحاظ له دواړو ډلو رواني ناروغانو سره نرمي او مهرباني پکار ده .

هغوي د نورو روغو خلکو په څیر حقوق لري هغه باید تر پښولاندې نشي، خو ډیری وخت لیدل کیږي چې ځینې کسان هغوي زوروي، په بېلابېلو نومونو یې یادوي، ان تر دې چې په کاڼو یې هم ولي، په افغانستان کې که څه هم د دا ډول ناروغانو لپاره د ژوند کولو امکانات کم دي بیا هم ځینې ځایونه ورته جوړ شوي چې دوي هلته ژوند وکړي له دې ځایونو څخه یو هم مرستون دی چې له بې وزلو کسانو سره رواني ناروغانو ته هم کوټې په کې بیلې شوی دي.

کله چې په مرستون کې لوې کلا ته چې توره دروازه یې وه ورننوتلو له لرې مو په یوې سپین سرې ښځې چې د حویلې په مخ نڅیدله او سندرې یې ویلې سترګې ولږیدلې ، ښځې ته نژدې ورغلوپرته له دې چې غوښتنه ورنه وکړوهغې خپله خبرې پیل کړې.
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:15:32 0:00
مستقیم لېنک

لیکونکې فرشته مرسل
XS
SM
MD
LG