جنګ جګړې، سپکې سپورې، رټل، کنځل او بد ویل چې؛ په هر وخت کې وي انسان بې شخصیته ښي، خو په روژه کې چې د صبر او تحمل میاشت ده زیان یې بیخي ډیر وي د دیني عالمانو په نظر کوم کسان چې په دې مبارکه میاشت کې شخړې کوي د الله په وړاندې یې روژه نه قبلیږي.
یو متل دی چې؛ وايي، په جنګ کې کوړې نه ویشل کیږي، کله چې دوه کسان په خپلو کې سره ښکیل شي نو له ټپې کیدلو نه نیولې بیا تر مرګه رسیږي په دې ډول هم خدای ناراضه کړي او هم اکثره وخت خپله جنګ کونکي ځان نیست او نابود کړي.
تر ټولو ډیر بیا هغه کسان په روژه کې ډیربې حوصلې شي چې په نیشه یې موادو روږدي وي، هغوي نو بیا په عامه اصطلاح جنګ په پیسو غواړي.
د پغمان اوسیدونکی امالدین وایي، دا ډول کسان که روژه د خدای د رضا لپاره نیسي نو جنګ بیا د چا د رضا لپاره کوي؟
خو ټول خلک بیا په روژه کې خفګان او خوابدي نه کوي ځکه پوهیږي چې؛ خدای پاک په دې کار خفه کیږي، روژه او عبادت یې نه قبلیږي.
دیني عالم محمدیاسین نه مو هم په روژه کې د شخړو په هکله پوښتلي هغه وایي چې؛ روژه یوازې په نه خوړلو او نه څښلو سره نه قبلیږي بلکې ځان ته خپل خاص شرایط لري چې هغه باید عملي شي.
ځینې نارینه چې بیرون جنګ وکړي بیا چې کله کورته هم راشي له بچو او میرمنې سره سم چلند نه کوي حق ناحق په قهر کیږي او د کورنۍ په غړو لاس پورته کوي.
د کابل اوسیدونکې مریم بیا وایي چې؛ د کورنۍ نارینه یي بیا برعکس د نورو ورځو په روژه کې ډیره حوصله کوي، د پیشلمي لپاره ډول ډول خواړه نه غواړي بل که کوم وخت کتغ مزه دار هم نه وي څه نه وایي.
دیني عالم محمد یاسین هم وایي چې؛ خدای په هغو کسانو په قهر کیږي چې؛ په نورو ظلم کوي هغه که ښځې وي که ماشومان یا هم له کورنه بهر نور کسان.
لیکونکې فرشته مرسل