سلګونو کسانو په کابل کې د سوپریم په نوم د یوې بهرنۍ کمپنۍ پر ضد یو وار بیا مظاهره وکړه او له دې کمپنۍ څخه یې د خپل حق غوښتنه وکړه.
مظاهره د منصور جلال په نوم د یوه افغاني لوجیسټیکې شرکت له خوا د شنبې وشوه او د دې شرکت کارکوونکو او قراردادیانو د سوپریم شرکت د دفتر مخې ته خیمې ووهلې.
منصور جلال شرکت وايي، سوپریم کمپنۍ یې شا او خوا ۲۲ میلیونه ډالره پور نه ورکوي او په خبره یې تر هغو به د دې کمپنۍ دروازې ایله نه کړي، چې حساب یې نه وي ورکړی.
ددې شرکت حقوقي سلاکار یوسف امین ځاځي ازادۍ راډیو ته وویل، چې لویې څارنوالۍ یې هم غږ نه دی اورېدلی.
د سوپریم شرکت مختې ته مظاهره

۱

۲

۳

۴

۵
پولیس د سوپریم شرکت دروازې مخې ته

۶

۷
مظاهره کوونکي د سوپریم شرکت مخې ته خیمه وهي

۸

۹

۱۰
د منصور جلال شرکت حقوقي سلاکار یوسف امین ځاځی