د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د ځوان خبره!


"د ځوان خبره" د هغه فیسټیوال نوم دی، چې له نږدې درېيو کلونو راهيسې د افغان ځوانانو لپاره جوړیږي. دا څه ډول یو فیسټيوال دی، سږ کال د چا له خوا جوړ شوی و، څومره ځوانانو په کې برخه اخیستې وه او له روزنيزو کورسونو یې ځوانانو څه زده کړل، د نننۍ تاندې څانګې په سر کې پرې غږیږو او ورپسې یو تکړه ځوان عاشق الله ځاځی در پيژنو چې یو وخت یې غوښتل خپل وطن پریږدي، خو همت یې وکړ، په خپل ځان یې کلک باور وکړ او خپله خاوره یې ځان ته ګلزار کړه، اوس یې پر ډيرو هیوادونو د خپلو پښو خاپونه پریښي خو خپل وطن یې ندی پریښي.

* * *

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:28 0:00
مستقیم لېنک


"د ځوان خبره" فیسټيوال سږ کال د انټرنيوز ادارې په مرسته (د افغانستان د فرهنګ کور) لخوا جوړ شو. دا څه ډول یو فیسټيوال دی او ځوانانو ته یې څه ګټه کړې؟ په دې اړه (د افغانستان د فرهنګ کور) د ځوان خبره فیسټيوال ساحوي مسؤل سیدخان روهي وايي چې په دغه فیسټیوال کې نږدې ۹ سوه ځوانانو برخه اخیستې وه، چې د عکاسۍ او ویډيو جوړونې تر څنګ له ټولنيزو شبکو ښه ګټه اخيستل هم ورزده کړل شول.

د دغه فیسټيوال له ګډونوالو مو محمد جاوید مهربان وپوښت، هغه ویل:

"هر ځوان له یوه هنر سره مینه لري، زه پخپله د عکاسۍ هنر سره ډیره مینه لرم، دلته راغلم او په ټریننګ کې مې ګډون وکړ. څه وايي چې عکس پخپله یوه موضوع بیانوي، یا دا چې عکس پخپله خبرې کوي. په دغو دوو درو ورځو کې وپوهیدم چې څنګه او له کومې زاویې یو عکس واخلم، چې لیدونکو ته مې موضوع پکې بیان کړای شم."

پيغله یاسمین هم د ځوان خبره فیسټيوال یوه ګډونواله وه، هغې وویل:

"ما دلته د ویبلاګ جوړول زده کړل او دا چې څنګه یوه ویډيو جوړه کړو او هغه څنګه خپلې پاڼې ته پورته کړو او د عکاسۍ په برخه کې مې د طبعیت له ښکلو منظرو د عکس اخيستل زده کړل. بله دا چې موږ ډیر وهڅیدو، دا لومړی ځل و چې زموږ اخيستل شوي عکسونه دلته نندارې ته وړاندې شول."

سیدخان روهي هم (د ځوان خبره) فیسټيوال د یوه کندهاري ځوان ګډونوال ویډيو یادوي، چې د دوی ادارې او د خلکو ډیره خوښه شوه، هغه د یوه هنرمند پر ژوند لنډه ویډيو جوړه کړې وه، همدا راز دی زیاتوي چې د فیسټيوال په پای کې ځينو ممتازه ګډونوالو ته جایزې هم ورکړل شوې.

عاشق الله ځاځی له اروپا راوګرځید!

وايي د ټوپک له مرمۍ چا پوښتنه کړې وه چې ولې دومره تیزه یې؟ نو مرمۍ ورته ویلي وو چې شا ته اور راپسې دی.
زموږ ډیر ځوانان هم ځکه په کم عمر کې درنو کارونو ته لاس اچوي، له لیک لوسته او د یوه ښه مسلک له زده کړې پاتې کیږي چې د یوې کورنۍ بوج ورپه غاړه وي. بلخوا داسې ځوانان هم شته چې کورنۍ یې د ده ګټې وټې ته اړ نه وي، د داسې ځينو کورنیو ځینې ځوانان لټ او په تیاره اموخته کیږي. چې بیا هغه د چا خبره، نه د دین شي او نه د سادین.

یو افغان ځوان عاشق الله ځاځی هم په داسې کورنۍ کې زیږیدلی چې نه خوارۍ مزدورۍ ته اړ و او نه د کورنۍ بار ورپه اوږه و، بس د ښوونځي بکسه به یې تر شا وه. خو دی تیارې ته کېنه ناست. پوهیده چې همت کول او پر ځان کلک باور پر ځمکه پروت سړی تر تاج او تخته رسولی شي.ده هم همت وکړ او ځان یې ورساوه.
عاشق الله ځاځی له اروپا راوګرځید!
عاشق الله ځاځی له اروپا راوګرځید!

عاشق الله د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو سيمې دی، اوس مهال د سويت زر لنډ په یوه پوهنتون کې په انلاین بڼه تجارت وايي، ده په سر کې له یوه بانک سره کار پیل کړ، له هغه وروسته بي بي سي ته لاړ او بیا USAID ته، چې د دې ادارې لخوا په یوه ټریننګ کې له ګډون وروسته د خپل شخصي کوروبار کولو فکر ورته پيدا شو او د سهیل ګلوبل ګروپ په نوم یې ساختماني، لوجستيکي او زرعتي شرکت جوړ کړ.

ځینو کسانو ته چې خدای ورځ ورکړي نو خپل ځان ترې ورک شي، خو عاشق الله وايي چې په ډیرو پیسو، ښو موټرو او سپينو کالیو څوک نه ښه سړی کیږي، بلکې ښه اخلاق مو شخصيت جوړولی شي، دی وايي چې په شرکت کې یې ګڼ شمیر کارکوونکي تر ده مشران دي خو دی له هغوی سره ښه چلند کوي او هغوی ده ته په درنه سترګه ګوري.

څه وايي چې د ځان په اړه خبرې زور غواړي. زه چې عاشق څومره پيژنم، ګڼو داسې ځوانانو ته یې خیر ورسیدلی او اوس یې هم وررسيږي، چې هغوی پر ځان لا ندي خبر. ما ویل له نورو سره د خپلو کړو ښیګڼو یادونه به راته وکړي، خو ځان یې ترې تېر کړ. یو بله ځانګړنه یې هم دا ده، چې پر ځان کلک باور لري، دی وايي چې هيڅ انسان دې د بل په تمه نه پاتې کیږي، ناهیلی کیږي دې نه، ځکه چې په دنیا کې هيڅ کار ناشونی ندی.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې او دوشنبې له ازادۍ راډیو خپريږي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:28 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG