ځیني ځوانان د ډیرو کسانو په مخکې د خبرو کولو پر مهال د یو ډول ویرې احساس کوي، یانې بې جرءته کیږي. دا ستونځه ولې شته او څنګه یې له منځه وړلی شو؟
د شخصي پوهنتونونو د لوړو فیسونو موضوع څيړو، چې که یو خوا ډير لوړ دي، نو بل خوا په بېلا بېلو پوهنتونونو کې د مختلفو پوهنځیو لپاره مختلف فیسونه ټاکل شوي.
که درسي معیار یې په لوړ فیس پورې تړلی وي، نو فیسونه یې ولې توپير سره لري؟ او که درسي معیار د ځینو لوړ او د ځینو ټيټ دی، نو ولې هغه د ټيټ کیفیت پوهنتونونو ته د فعالیت جواز ورکړل شوی؟
* * *
ځیني ځوانان د ګڼو خلکو پر وړاندې، په حجره کې او یا د ټولګیوالو په مخکې د خبرو کولو پر مهال یو ډول ویره احساسوي، وجود او غږ یې لړزه اخلي، د زړه ټکان یې تیزیږي، رنګ یې سور اوړي، په خوله کې یې لاړه وچيږي، خولې کيږي او خبرې ترې ګډوډيږي.
که کله تاسې هم په کومه غونډه یا د ډیرو خلکو په مخکې د یو څه ویلو جرءت له لاسه ورکړی وي، نو د دغه ځوان همایون هیواد په څېر به مو د زړه ټکان تیز او غږ ژړغونی شوی وي. خو اوس له ده یو تکړه ویاند جوړ شوی او د ګڼو خلکو په مخکې له خبرو کولو اوس ویره نه لري. ده خپل بایللی جرءت څنګه تر لاسه کړی، له دې به مو وروسته دی پخپله خبر کړي، خو یو بل ځوان مجتبی راسره خپله خاطره شریکوي، چې د خپل ټولګي په مخکې له یو څو خبرو کولو وروسته چوپ پاتې شوی و.
سیداحمد د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون محصل دی، دی کله د خپل استاد تر تاثیر لاندې راځي او جرءت له لاسه ورکوي او کله یې هم د ټولګیوالو ځینې خبرې تر تاثیر لاندې راولي او خبرې ترې ورکوي، ماسره د مرکې کولو پر مهال یې هم غږ لړزه پيدا کړه او رنګ یې سور شو.
د روانشناسانو له نظره زیاتره هغه کسان کم جرءته دي، چې په ماشومتوب کې وهل شوي، رټل شوي او خبرو کولو ته ندي پریښودل شوي. د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د روانشناسۍ څانګې استاد شرف الدین عظيمي هم همداسې نظر لري.
عظيمي وايي چې؛ ځینو ځوانانو ته ګستاخي او سپين سترګي هم جرءت او جسارت ښکاري خو دواړه بيخي سره بېل دي، چې ځوانان باید جرءت تر لاسه کړي خو له ګستاخۍ باید ځان وساتي.
اوس به له همایون هېواده واورو، چې په ماشومتوب کې له لاسه ورکړی جرءت یې د مختلفو تمرینونو په کولو سره بیرته ترلاسه کړی، اوس که زرګونه کسان هم ورته ناست وي نه یې غږ ژړغونی کیږي او نه هم د کومې ویرې احساس کوي.
شخصي پوهنتونونو پيسې جوړې کړې!
که څه هم په افغانستان کې ښوونه او روزونه تر ډيره بریده وړیا ده، خو خصوصي ښوونيزې موسسې یا شخصي پوهنتونونه پيسې یاني فیس اخلي، چې فیسونه یې هغه د چا خبره له اسمان سره خبرې کوي، سیدمنصورشاه په یوه شخصي پوهنتون کې اداره او تجارت وايي، دی وايي، چې شخصي پوهنتونونو په لومړي سر کې ښه تعلیم رامنځ ته کړ، خو وروسته یې د پيسو راټولول پيل کړل.
یو بل ځوان تاج ولي اریوبي وايي، لکه څنګه چې د کابل د شهرنو د دوکانونو کرایه او هلته د خرڅلاو توکو بیه د نورو ځينو ځایونو په نسبت لوړه ده، همدا راز د ځینو شخصي پوهنتونو والا هم د درس کیفیت ته نه بلکې خپل موقیت ته په لیدو سره لوړ فیسونه اخلي.
یو ځوان اسدالله خان بیا په ښار کې د شخصي پوهنتونونو اشتهارونه له غورو ډک او دروغ بولي، دی د یوه شخصي پوهنتون خبره کوي چې په اشتهارونو کې یې ډير څه و، خو په ټولګیو کې یې د درس کیفیت ډیر ټيټ و.
دوستانو! په کابل کې چراغ د هغه روغتون او د طب په برخه کې د لوړ زده کړو شخصي موسسې نوم دی، چې په سمستر یو لک افغانۍ فیس اخلي او ګڼ شمیر محصلین پکې په زده کړه بوخت دي، چې له ډلې یې یو هم د معالجوي طب د پنځم سمستر محصل مصطفی رحماني دی، دی د دغه پوهنتون له فیس او درسونو خوشاله دی.
خو له دې شخصي پوهنتونه یو څه لرې یو بل شخصي پوهنتون آریانا دی، چې هلته بیا د طب پوهنځي د یوه سمستر فیس ۳۵ زره افغانۍ دی، د همدغه پوهنتون د معالجوي طب د دوهم سمستر محصله زرغونه وايي، چې د دوی که یو خوا فیس کم دی، نو بلخوا یې د درس کیفیت هم د کابل پوهنتون په څیر دی.
یو خوا په سمستر یو لک افغانۍ او بلخوا ۳۵ زره افغانۍ؟ د فیسونو تر منځ دومره لوی توپير؟
جاوید اوربل د طب په برخه کې زده کړې کوي، دی د ځینو شخصي پوهنتونو په اړه وايي چې محصلین یې یوازې د ازموینې په ورځ پوهنتون ته ورځي، نور ټول کارونه په پيسو کوي چې وروسته به بیا دغه کسان د انسان له وجود سره لوبې کوي.
خو په لوړو زده کړو وزارت کې د شخصي پوهنتونونو ريئس مسعود ترشتوال وايي چې دوی په کلکه د خصوصي پوهنتونونو د کیفیت او فیس څارنه کوي او په لنډ وخت کې به د دغو پوهنتونونو د هر پوهنځي لپاره یو مناسب فیس وټاکي، دی همدا راز د یوې ارزونې یادونه هم کوي:
"په هغه وروستۍ ارزونه کې چې موږ د شخصي پوهنتونونو وضعیت پکې ارزولی، د لوړو زده کړو څوارلس خصوصي موسسې یې ډير د ټيټ کیفیت وې، دوی ته موږ دوه میاشتې وخت ورکړی چې هم په علمي او هم په اداري برخه کې خپلې نیمګړتیاوې له منځه یوسي. بله خبره دا چې موږ د هر پوهنځي لپاره د فیس داسې کچه ټاکو، چې تر هغه لوړ فیس باید وانخیستل شي. په دې اړه موږ یو ورځنۍ سيمینار نیولی و او له شخصي پوهنتونونو مو دا هم وغوښتل چې د فیس ټيټوالی باید د درس پر کیفیت بد اغیز ونه کړي. دوی له موږ یوه موده وخت غوښتی چې تر اوسه یې ځواب ندی راکړی، خو په نږدې ورځو کې به وروستۍ پریکړه وکړو."
ترشتوال هم د پوهنتونو تر منځ د فیسونو د نا برابرۍ خبره مني، خو زیاتوي چې ډیر زر به دا ستونځه هم حل کړي:
"موږ د طب په برخه کې د لوړو زده کړو داسې موسسه لرو چې تر یو لک افغانیو لوړ فیس اخلي او داسې هم شته چې دیرش، پنځه دیرش زره افغانۍ فیس اخلي.
موږ دا دوړاه موسسې وارزولې، خو مالومه شوه چې د محتوا په لحاظ د دواړو تر منځ لوی توپيرونه شته. نو ځینې ستونځې او توپيرونه لري. خو د لوړو زده کړو وزارت د دې ستونځو د له منځه وړو لپاره کار کوي او دغه مشکل هم د حل کیدو په حال کې دی."
ویل کیږي چې په پوهنتونونو کې د محصلیونو حاضري کمه وي او سم نظم نشته، د دې لپاره چې شېدې او اوبه سره بېل کړو، له دې وروسته به د پوهنتون له هر فارغ شوي کس نه یوه بله ځانګړې ازموینه اخیستل کیږي... داسې څه هم ترشتوال وايي:
"ځينو شخصي پوهنتونونو کې د محصلانو حاضري منظمه نده خو ګڼ شمیر فارغان ورکوي. موږ د افغانستان جمهوري دولت کابینې ته د نهايي ازموینې یوه طرحه وړاندیز کړه، تصويب شوه او له نیکه مرغه په ۴۵ نمبر فرمان کې هم شامله وه.
اوس مهال موږ د شخصي او دولتي پوهنتونونو فارغانو لپاره یوه نهايي ازموینه تصویب کړې، چې له فارغیدو وروسته یې باید ترسره کړي، تر څو چې کوم فارغ دا ازموینه ترسره نه کړي، ډپلوم یا د فراغت سند به ورنه کړای شي."
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.