د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۸

په افغانستان کې بريدونه او په قطر کې د سولې خبرې

د ازادي راډیو د نن ورځې په دې پروګرام کې، چې زه عصمت څاروان او قادر حبیب یې وړاندې کوو، په دوو موضوعاتو خبرې کوو.
په دې لومړي ساعت کې د افغانستان په ښارونو کې پر وروستیو حملو ږغېږو. د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ څو تنه وسله وال طالبان د کابل یوې خورا خوندي سیمې ته ننوتل او پر دولتي ودانیو یې برید وکړ.
پرون په ګردېز ښار کې دوې چاودنې وشوې. دا ډول پېښې په داسي حال کې نسبت پخوا ته زیاتې شوي چې د قطر د سولې پروسه پیل شوې، د طالبانو دفتر پرانستل شوی خو لا هم د افغانستان د حکومت، طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ خبرې نه دي پیل شوي.
د دې خپرونې په دوهم ساعت کې د سولې د بهیر په لار کې پر ستونزو ږغېږو.
د افغانستان حکومت د طالبانو له لوري د قطر پر دفتر د اسلامي امارت د لوحې او د طالبانو د بیرغ پر ځړولو اعتراض وکړ او قطر ته یې د پلاوي له استولو ډډه وکړه.
وروسته دا مسله حل شوه خو لا هم د افغانستان هیات دوحې ته نه دی لېږل شوی.
په همدې منځ کې امریکا پراخې هلې ځلې پیل کړي چې د قطر پیل شوې پروسه بریالۍ شي او لږترلږه درې خواوې خبرو ته کښېني.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی له قطره وروسته کابل، اسلام اباد او بالاخره نوي ډیلي ته لاړ. د سولې له پروسې څخه د درو هیوادونو د چارواکو د ملاتړ د جلبولو لپاره یې خبرې وکړې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 1:39:37 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG