موسکا نجیب په خپله ویب پاڼه کې د ځان په اړه لیکلي، چې په ښکلي کابل کې وزيږیدم، له پيدا کیدو وروسته مې مور او پلار د موسکا نوم راباندې کيښود، ما ډيره هڅه وکړه، چې له خپل نوم سره یانې په موسکا موسکا ژوند وکړم.
دا زما لپاره یو لوی چیلینج و، ځکه چې ژوند د پيشبینۍ وړ نه دی، خو بیا هم هر ځل مې چې خندلي له یوه خواږه حیرت سره مخ شوې یم.
ملګرو! موسکا په هندوستان او سويس کې د ژورنالیزم په برخه کې زده کړې کړي او له بي بي سي سره یې شپږ کاله د خبریالې او پروډيوسرې په حیث کار کړی، دلته هغه له افغانستانه د خپل تګ، په هندوستان کې د خپل ژوند، زده کړو او مسلک په اړه وايي:
"زه ډيره وړه وم، چې له خپله هیواده له خپلې (ادې) او دوو خویندو سره له هیواده راووتلم او هند ته راغلم، دلته زموږ ژوند عادي او ساده دی.
ښوونځی مې په هند کې لوستی او د یوه سکالرشپ په ترلاسه کولو سره مې په سويس کې د ژورنالیزم په برخه کې لوړې زده کړې وکړې.
له هغه ځایه چې بیرته دهلي ته راستنه شوم، نو شپږ کاله مې له بي بي سي سره د پروډيو سرې او خبریالې په توګه کار وکړ.
Best job in the world یا "په نړۍ کې غوره دنده" سیالي د اسټرالیا ګرځندوی له خوا له ۲۰۰۹ کال راپه دیخوا هر کال د عکاسانو او خبریالانو ترمنځ جوړیږي، چې سږ کال یې هم په شپږو مختلفو برخو کې ترمنځ سیالۍ پیل شوي دي."
موسکا نجیب د نړۍ له 196 هيوادونو د هغو شپږ لکه وړاندیز کوونکیو په منځ کې یوازینۍ افغانه ده، چې په دغه سیالۍ کې یې خپله یوه مستنده ویډيو د هغو ویډيوګانو په صف کې سیالۍ ته ایښې، چې د نړۍ شپږو غوره کسانو ته پکې جایزې ورکول کیږي. موسکا د دې سیالۍ په اړه وايي:
Bist job in the world"د اسټرالیا ګرځندوی یو کمپاین دی، چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کې پیل شو او له تود هرکلي سره مخ شو، د همدې لپاره دوی سږ کال هم دا سیالي بیا جوړه کړه، په دې سیالیو کې یې د شپږو بیلا بیلو کارونو وړاندیز کړی.
زما علاقه له عکاسۍ سره وه، نو ځکه ما هم ځان ورته کاندید کړ. په اول پړاو کې مې باید یوه ۳۰ ثانیه یي ويډیو جوړه کړې وای، د استړالیا ګرځندوی ته مې باید ځان ورپيژندلی وای.
څومره چې زه خبره یم، دې سیالۍ ته له نږدې ۲۰۰ هیوادونو ۶ لکه ویډيوګانې ورلېږل شوې وې. له نیکه مرغه په لومړي او دوهم پړاو کې زه بریالۍ شوې یم او دریم پړاو ته کاندیده یم."
د استرالیا د ګرځندوی مسوولانو لږ ترلږه پنځه څلوېښت زره ویډیوګانې وکتلې او په پایله کې یې شپږو دندو ته ۱۵۰ یاني هرې دندې ته ۲۵، ۲۵ کاندیدان بېل کړل. په دغو شپږو دندو کې مسکا د ژوندانه د سبک عکاسۍ دندې ته د ۲۴ نورو سیالانو ترڅنګ کاندیده ده.
موسکا وايي، زه په دې ویاړم چې په دې سیالۍ کې یوازېنۍ افغانه یم او خلکو ته خپل هیواد او خپل ځوانان په ځانګړي ډول د افغانو میرمنو انځور ورښيم.
دا وايي، چې يوازې 5 ورځې وخت مې درلود او د ویډيو موده مو 30 ثانیې وه، په دغو 30 ثانیو کې ما باید خپل 29 کلن ژوند تشریح کړی وای، چې دا زما لپاره ډیره سخته وه، خو یوه اوږده ساه مې واخیسته او له ځانه مې وپوښتل چې ته څوک یې؟ بیا مې هڅه وکړه، چې په ۳۰ ثانیو کې دې پوښتنې ته ځواب ووایم.
موسکا په خپلې دې ۳۰ ثانیه يي جوړې کړې ویډيو کې د خپل ژوند، زده کړو او مسلک په اړه غږیدلې، يو ځای وايي، چې عکاسي زما ژبه ده او زه د خلکو تر منځ يوه ښه رابطه جوړونکي یم، راځئ زما ژوند ته زما د کیمرې له سترګې وګورئ.
موسکا وايي، زما دې ویډيو ډیره ښه اغیز وکړه او زه یې د ۱۹۶ هیوادونو له ۶ لکه کسانو د ۱۵۰ غوره کسانو او د خپلې دندې د ۲۵ غوره کسانو تر مقامه راورسولم. هغه له هغو کسانو مننه کوي، چې له دې سره یې مرسته کړې او هڅولې یې ده، هغه وايي، چې ناکامۍ ته باید په خوشبینۍ وويني، هيڅ کله دې ناامیده کیږي نه، ځکه چې هره شپه تر شا روڼ سهار لري:
"له خپلو ټولو هیوادوالو ډيره منندوی یم، چې په دې پروسه کې یې له ما سره ډیره مرسته وکړه او ویې هڅولم. دوی ته مې دغه پيغام دی، چې ناکامۍ ته په خوشبینۍ ووګوري او هيڅ کله ناهيلي نشي، ځکه چې په هرې تورې شپې پسې رڼا ورځ ده."
دوستانو د دې سږنۍ سیالۍ ګټونکي به د اوسیدو لګښت تر څنګ شپږ میاشتې تنخوا ولري چې کم زیات سل زره استرالیايي ډالر کيږي، هغې له رسنیو سره په یوه مرکه کې ویلي، چې که ګټونکې شوه، نو دغه پيسې به په افغانستان کې په هغو پروژو ولګوي، چې ګټه يې ډېرو افغانانو ته ورسېږي.
موسکا نجيب د همدې سیالۍ وروستي پړاو لپاره اوس مهال په اسټرالیا کې ده، هیله منه ده، چې په دغه پړاو کې هم بریالۍ شي. موږ به ورته دعا کوو، چې بریالۍ شي. آمین. او باید ووایو، چې موسکا نجیب د افغانستان د تاریخ او کلتور په اړه د (Afghanistan Culture Smart) په نوم یو کتاب هم لیکلی چې ژر به چاپ شي.
ځوان مناظره کوونکي!
موسکا به پریدو په خپله سیالۍ کې، راځو بلې سیالۍ ته. خو دا سیالي هم د لوبو په برخه کې نده، بلکې یوه علمي او هنري سیالي ده. مناظره یادوم ملګرو.
د مناظرو په اړه به مو اوریدلي وي، هسې خو ګڼ ډولونه لري، خو په ځینو مناظرو کې دوه مخالف کسان یا ډلې په یوه موضوع بحث سره کوي، یوه خوا یې ښيګڼې وايي او بله خوا یې بدګڼې...خو دواړه خواوې هڅه کوي، چې په دلیل او منطق د مقابل لوري خبرې رد کړي، نو په اخر کې چې د هر چا دلیلونه قوي او د منلو وړ واوسي، هماغه خوا بریالۍ کیږي.
د نورې نړۍ په ښوونځيو او پوهنتونونو کې داسې مناظرې لیدل کیږي، خو اوس په افغانستان کې هم په ځانګړي ډول په ځینو خصوصي پوهنتونونو کې د محصلینو تر منځ د مناظرو سیالۍ په رواجیدو دي او ډيبيټ کلبونه یا د مناظرو کلبونه پکې جوړ شوي.
ناصرنعيمي له څو کلونو راهيسې په هیواد کې دننه او له هیواده بهر ګڼې مناظرې کړي، دی د افغانستان د ازادې مناظرې ټولنې او د کاروان خصوصي پوهنتون د ډيبيټ کلب مشر هم دی، هغه په افغانستان کې د محصلانو تر منځ د مناظرو په اړه وايي، چې دوی هم د برتانیې د پارلماني مناظرو په څېر مناظرې کوي.
دی وايي، چې موږ د محصلینو تر منځ تمثیلي مناظرې جوړوو، بیلا بیلې موضوګانې ورته ټاکو او د مناظره کولو هنر او چل ورښيو.
نعيمي زیاتوي، چې د مناظره کولو ځینې خاص اصول دي، چې هغو اصولو ته په کتلو سره څارونکي مناظره کوونکي څاري او نمرې ورکوي، چې هر منظاره کوونکی د مناظرې پر مهال باید دغو اصولو ته پام وکړي.
سادیه سعید اوس په کاروان خصوصي پوهنتون کې سیاسي علوم وايي، هغه که یو خوا خوشاله ده، چې مناظره کول یې زده کړي، نو بلخوا د دې ارمان کوي، چې ولې تر اوسه ترې بې خبره وه.
شیرولي احمدزی هغه ځوان مناظره کوونکی دی، چې له درې کلونو راهيسې په مناظرو کې برخه اخلي، هغه وايي، چې که یو خوا داسې مناظرې کول د یو چا جرءت او پر خپل نفس اعتماد زیاتوي نو بلخوا یې د مالوماتو کچه هم لوړوي.
محمد حسین هم د یوه خصوصي پوهنتون محصل دی، هغه وايي، چې په مناظره کې په دلیل او منطق یوې موضوع ته د حل لار موندل کیږي، چې د جنګ او جګړو د مخنيوي يوه ښه لاره ده، همدا راز دی زیاتوي، چې په ماشومتوب کې چا خبرو ته نه یم پريښی، ځکه مې جرءت کم و، خو اوس مناظرو ډیر زړه ور کړی یم.
ناصرنعيمي وايي، چې تر اوسه یې مناظرې په انګريزي ژبه وې، خو په نږدې راتلوونکي کې به په پښتو او دري ژبه هم د مناظرو سیالۍ جوړې کړي او همدا راز له پوهنې وزارته هم غواړي، چې دې برخې ته پام وکړي.
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.