د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۹

دا ځیني کسان ولې د ډاکتر له مشورې پرته درمل خوري؟

ښایي تاسو هم لیدلي وي؛ چې ځیني کسان د ډاکتر له مشورې پرته درمل خوري، یا هم د یوه کس له نسخې نه بل دوا اخلي، چې دا کار د انسان د مرګ لامل کیږي، ځکه خو څه موده وړاندې جمهور رئیس حامد کرزی هم په یوه مرکه کې وویل؛ چې په خپل سر د درملو کارول خطرناک دي.

کرزی له ټولو هېوادوالونه غوښتنه وکړه؛ چې د ناروغۍ په وخت دې ډاکتر ته مراجعه وکړي او په خپل سر د درملو له کارولو نه دې ډډه وکړي.

همدا راز د درملتونونو له مسولینو یې هم وغوښتل، چې له نسخې پرته دې دوا نه خرڅوي.
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:14:45 0:00
مستقیم لېنک

لیکونکې فرشته مرسل
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG