د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۷

پوهنتونونه د زده کړې او که د سیاست لپاره دي؟

زیات کسان په دې باور دي چې پوهنتونونه ، ښوونځي او په مجموع کې علمي او اکاډمیک مرکزونه د علومو او پوهې د زده کړې لپاره دي او د ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره علمي او مسلکي کاردونه او ان نابغه ګان پکې روزل کیږي .

کابل پوهنتون چې شاوخوا شپیته کاله وړاندې جوړ شوی، په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کې د محصلانو سیاسي فعالیتونه په کې زیات شوې وو، خو په عین حال کي یي علمي او اکاډمیک اعتبار او حیثیت هم ساتلې و ، د استادانو او زده کوونکو سویه یي تر ډېره حده په سیمه اېزو او نړیوالو معیارونو برابره وه.

هغه مهال په افغانستان کي له کابل راډیو او څو محدودو ورځپاڼو او مجلو پرته آزادي خبرې رسنۍ او مطبوعات موجود نه وو او له همدي امله کابل پوهنتون د سیاسي مفکورو د پراختیا یا ترویج لپاره مساعده وسیله وه.

د افغانستان په کورنیو جګړو کې چې کابل ښار د تنظیمونو تر منځ ویشل شوی واو هره ناحیه د جګړه مارانو او وسله والو په واک کي وه، کابل پوهنتون هم په ډېرې بي رحمۍ سره تارو مار شو او د څو لسیزو علمي هستي یي له منځه یوړل شوه.

د افغانستان په بیلا بیلو برخو کي د جګړو د دوام له امله په کابل او نورو پوهنتونونو کي د محصلانو د شمولیت تعادل ګډوډ شوی او په همداسي یوه حالت کې د یو شمیر کارپوهانو، استادانو او محصلانو په وینا، د ګاونډیو هیوادو فرهنګې اوسیاسي یرغل هم په علمي او اکاډمیکو موسسو او په خاص ډول کابل پوهنتون کي دوام لري.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ښاغلی نصرالله ستانکزی هم په پوهنتون کې لاس وهنې مني او دا کار د افغانستان ملي ګټو ته ستر خطر بولي.

ایران په کابل پوهنتون کې د ایران د اتاق یا خوني په نامه مرکز لري، خو معلومه نه ده چې دوي ته چا دا اجازه یا حق ورکړی .

په همداسې یوه حالت کې څو ورځې وړاندې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځې څو تنو محصلانو د دې پوهنځي د رئیس او یوه استاد پر ضد اعتصاب یا تحصن وکړ، هغوي یي په تعصب او محصلانو ته په توهین کولو تورن کړل. دغو محصلانود ملي شوری په مخکي تحصن ته دوام ورکړ او وروسته افغان حکومت ورته وعده ورکړه چې رئیس او استاد به لري کړي.

د محصلانو د تحصن او د ټولنیزو علومود رئیس او استاد د لري کولو پر ضد د کابل پوهنتون استادانو او محصلانو مظاهره وکړه او دا کار یي د پوهنتون او اکاډمیکو اصولو پر خلاف وباله.

خو د ټولنیزو علومو د پوهنځې رئیس ښاغلی فاروق عبدالله چې د کابل پوهنتون د محصلانو او استادانو په مظاهره کې یي ګډون کړی و، د استادانو د حیثیت د عادې غوښتنه .

پوهنتونونه د زده کړې او که د سیاست لپاره دي؟

له زیاتو خلکو سره دا پوښتنه مطرح ده؛ چې په پوهنتونونو یا علمي موسسو کې د محصلانو سیاسي فعالیت مناسب دی او کنه؟

همداپوښتنه تاسو درنو اوریدونکو او محترمو میلمنو ته راجع کوو؛ چې پوهنتونونه یا علمي موسسې د زده کړې او که د سیاست لپاره دي؟

په کابل کې زموږ شمېرې دي:
0-700-822-755
0-799-203-540
او زموږ نړېوالو شمېرې دا دي:
4101 -42022112
4201 -42022112
4301 -42022112
4401 -42022112

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:51:07 0:00
مستقیم لېنک
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:50:26 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG