په څو کاله پخوانیو الجبر کتابونو کې زده کوونکو ته جمع او منفي داسې ورزده کیدل، چې:
۲+۲ ټوپک= ۴
۱۰ ـ ۵ کارتوس = ۵ کارتوس...
اوس که څه هم ښوونيزنصاب بدل شوی، نوی شوی، د ټوپکو او کارتوسو خبرې پکې نشته خو د ځینو پر وینا د ګټې په ځای دې نصاب هم تاوان اړولی.
افغانستان د نړۍ د غریبوهیوادونو په ټولي کې دی، خو د افغانستان د پوهنې وزارت د نوي ښوونيز نصاب پر چاپولو یونوي ميلیونه ډالره لګولي.
د نوموړي وزارت د ښونيز نصاب د پراختیا او د درسي کتابونو د تالیف عمومي ريئس عبدالظاهر ګلستاني وايي، چې په ۱۳۸۲ کال کې جمهور ريئس د یوه فرمان له مخې پر نوي نصاب کار پېل شو.دی زیاتوي، چې د شپاړسو هیوادونو د متخصصینو، د هیواد د کابینې غړو، د ځینو مؤلفینو، ښوونکو او ځینو زده کوونکو له نظرونو وروسته یې د نوي نصاب کتابونه چاپ کړي او وايي چې تر پخوانیو کتابونو نوي چاپ شوي کتابونه په هرلحاظ ښه او باکیفیته دي.
د نوي نصاب د کتابونو په اړه مې څو زده کوونکي وپوښتل، چا ویل، موږ خو څه، چې په دغو کتابونو مو د ښوونکو سر هم نه خلاصيږي، چا یې بیا تمرينونه غلط بلل، چا ویل، دومره سخته ژبه پکې کارول شوې، چې هدف ترې نشو اخليستلی.
د (ټاپيکس) رپوټ کې راغلي، چې دغه نوي کتابونه د چاپ او د محتوا او مطالبو له اړخه په معیار برابر ندي.
د کابل د حبيبيې لیسې استاد فاروق نیکبین خبرې یې راخيستي، چې د مثال لپآره یې د مایکروسکوپ د اختراع یادونه کړې، چې د لسم ټولګي په کتابونو کې یې په اړه یو څه او یوولسم کې بل څه ویل شوي او د دوولسم ټولګي مالومات د دغو نورو مالوماتو خلاف دي، د همدې لیسې د ریاضي یو استاد چې نوم یې ندی څرګند شوی، ویلي چې د یوولسم ټولګي د تازه چاپ شوي کتاب په څلويښتم مخ کې د قوې واحد یعني نیتون ناسم معرفي شوی دی. په دغو کتابونو کې مو د تیروتنو په اړه له ګلستاني وپوښتل، هغه وویل، چې لومړي چاپ کې به ستونځې وي، خو په دوهم ځل چې بیا نصاب چاپوو مخه به یې ونيسو. دی زیاتوي، چې بې د الله له کتابه هره لیکنه یوه ستونځه لري.
هدایت الله هغه ځوان دی، چې نه له کتابه ګیله لري او نه له وزارته، دی له خپلو ښوونکو ګیله من دی، وايي که په څه نه پوهیږو او پوښتنه کوو، نو ښوونکي مو رټي، خو په ازموینو کې هغه سوالونه راوړي، چې له موږ لاره ورکوي.
جمیله معروفي چې د کابل په سوریه لیسه کې ښوونکې ده، وايي چې موږ به څنګه زده کوونکي وپوهوو، چې کوم سيمنار او ټریننګ ندی راکړل شوی، هغه زیاتوي، چې دا کتابونه تالیف شوي نه بلکې ژباړل شوي دي او موږ ښوونکي پخپل منځ کې سره کینو او مشکل سره حلوو.
د کابل ښار د عبدالهادي داوي لیسې ښوونکې ماري منسي وايي:
( د نویو کتابونو چاپ، چې دوولسم ټولګي ته یې جغرافیه زه پخپله تدريسوم، اول، دوهم او دریم فصل یې په افغانستان پورې اړوند دي، خو نور فصلونه یې د انټرنټ او موبایل په اړه دي، چې دا د کمپيوټر مربوط کیږي. موږ خو باید په جغرافیه مضمون کې د افغانستان پر ټوله جغرافیه وپوهیږو. بل ځينې لويې تاريخي تیروتنې هم لري. مثلا يو ځای لیکل شوي، چې امیرعبدالرحمان خان په ۱۸۸۰ کې پاچا شوی، ۱۹۰۱ کې مړ شوی. خو دلته لیکل شوي، چې په ۱۹۸۶ کې یې دروازه فتح کړی. یاني له مرګه ۸۳ کاله وروسته يې دروازه فتح کړی، چې يوه لویه تاريخي تیروتنه ده. له دې ستونځو پرته د پخوانيو جغرافيې کتابونو په نسبت يو څه تشریحات پکې ښه او ګټور دي. خو کاش چې ټول کتاب يې د افغانستان جغرافيه په اړه وای.)
خو عبدالظاهر ګلستانی وايي، چې دا او دې ته ورته ځینو تیروتنو د اصلاح په خاطر یې ښوونکو او ښوونځيو ته مکتوبونه لیږلي او دې تېروتنو ته یې متوجه کړي دي.
د دري ښوونځيو د لسم ټولګي د پښتو په کتاب کې څلور پنځه لوسته د مکالمو په بڼه راغلي دي، چې ځینې کمزورۍ او تیروتنې لري، د هیواد د لرغونو اثارو په اړه یو ځای مکالمه کې احمد او فیروز داسې سره وايي:
احمد: هو دا جومات د بلخ ښار په جنوبي برخه کې له ښاره درې کیلومتره لرې پروت دی.
فیروز: یعني د مزار شریف له ښاره درې کلیومتره لرې دی؟
احمد: هو، بالکل همداسې دی، خو دا ډير مشهور جومات دی.
دلته مزار شریف، بلخ بلل شوی دی، حال دا چې دا دوه بیل ښارونه دي، چې شاوخوا شل کیلومتره سره لرې دي.
له محتوا یې راځو رنګونو او د لیکلو فاونټ یا کچې ته، ځينې زده کوونکي او ښوونکي یې له رنګونو او د لیک له وړکوالي هم شکاریت کوي، چې سترګو یې په تکلیفوي.
یو ډاکټر حبیب الرحمن چې د نوي نصاب ځینې کتابونه یې کتلي، هم د زده کوونکو او ښوونکو خبره پر ځای بولي، چې واړه لیکل او تیز رنګونه سترګې پازابوي، دی وايي، چې هم یې باید فاونټ ۱۴ یا ۱۶ شي او هم یې رنګونه باید ډیر تیز وانه ووسي.
په پای کې بیا هم د پوهنې وزارت د ښونيز نصاب د پراختیا او د درسي کتابونو د تالیف عمومي ريئس عبدالظاهر ګلستاني وايي، چې په راتلوونکي کې به د رنګونو په کارولو کې له ډاکټرانو او ارواپوهانو نظرونه واخلي او له ټولو زده کوونکو او ښوونکو هم هیله لري، چې د نوي نصاب د کتابونو تېروتنې دې ورپه ګوته کړي.
تاندې څانګې خپرونه په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې نږدې مازدیګر او هره دوشنبې تنکۍ غرمه له ازادۍ راډیو خپریږي.