د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

"رسنۍ دې ولسي بڼه خپله کړي"


د خوست خبریالان او د رسنیو استازي وايي، چې پر ژورنالستانو باندې د جګړې د ښکیلو خواوو له خوا فشار، مالوماتي سرچینو ته پر وخت نه لاسرسۍ ،د سیمه ییزو رسنیو لپاره د عایداتي سرچینو نشتون ،دژورنالستانو دکاري او مسلکي ظرفیتونو ټیټوالۍ ، دخبریالانو ترمنځ نه همغږي او یو شمیر نور لاملونه هغه ستونزې او ننګونې دي ،چې درسنیو دبهیر دپرمختګ او اغیزمنتوب مخه يې ډب کړي ده.

هغه لمانځغونډه چې دغرغښت په نوم دیو سیمه ییز ټلویزیون په نووښت درسنیو دنړیوالې ورځې دلمانځنې په موخه په خوست کې دبیلابیلو سیمه ییزو ،ملي او نړیوالو رسنیو دخبریالانو او استازیو په ګډون جوړه شوې وه له حکومت اونورور اړوندو ادارو څخه په یادو برخو کې دهمکارۍ اوپاملرنې غوښتنه وشوه.
ازاد خبریال امیر بهیر وویل ،چې تر اوسه عدلي او قضايي ادارې ندي توانیدلي هغه کسان چې له خبریالانو سره زور زیاتۍ کوي او یا په تاوتریخوالي لاس پورې کوي ترقانوني تعقیب لاندې ونیسي چې دا کارد خبریالانودمایوسۍ لامل شوی:

"د رسنیو پر وړاندې زیاتې ستونزې او ننګونې موجودې دي اول دا چې دپيښې ځای ته نه پریښودل کیږي ،په خپل وخت اړوندو مالوماتو ته لاسرسۍ نلري ،دبلې خوا دجګړې دښکیلو غاړو تر فشار لاندې وي .بله لویه ننګونه داده چې کله ژورنالیستان له تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي وژل کیږي ،وهل کیږي ،ټکول کیږي ،قضايي او عدلي ارګانونه تر اوسه ندي توانیدلي او پدې باندې ندي بریالي شوي چې هغه دپیښو عاملین ونیسي او محاکمه يې کړي،دې حالت ژورنالستان له مایوسۍ سره مخامخ کړیدي ."

لیکوال او ژورنالیست زاهدشاه انګار مشال راډیو سره په خبرو کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت پدې ملامته کړ ،چې یاد وزارت درسنیو او خبریالانو له خوا درسنیزو تخطیو او سرغړونو پر مهال درسنیو دقانون محتوا ته پام نه کوي او پرته لدې چې دسرغړونو د څیړنې کمیسیون ته مسله راجع کړي مخامخ يې عدلي او قضايي ادارو ته سپاري:

"ددې ورځې نه په ګټه اخیستنې سره زه دافغانستان په دولت او حکومت باندې دا غږ کوم لکه څه ډول چې داطلاعاتو او کلتور وزارت او یا ځنې نورې ادارې پرته لدې چې دافغانستان د رسنیو قانون په پام کې ونیسي ځکه هغه وضاحت لري کچیرته یوه رسنۍ او یا یو ژورنالیست ګویا تخطي کوي ، دوی باید دشکایاتو کمیسیون ته محول شي او بالاخره تخطیو ته درسیده ګۍ کمیسیون ته محول شي ،هغوی ګوري کچیرته سرغړونه لږه وه توصیه ورته کوي ،کچیرې لږه درنه وه نقدي جریمه ورکوي او که په اصطلاح وزن او ابعاد يې زیات ول هغه بیا عدلي ارګانونو ،څارنوالۍ او محکمې ته ورپیژني ،زما هیله داده د رسنیو دا قانون چې اوس نافذ دی دهغې مطابق دې له رسنیو او ژورنالیستان سره چلند وکړي."

د چارو شنونکی امیرشاه کارګر وړاندیز کوي چې رسنۍ دې ځان له انجويي حالت څخه راوباسي او ولسي بڼه دې خپله کړي ،نوموړی وايي په افغانستان کې رسنۍ مثبت لوري ته روانې دي:

"رسنۍ ویده بیداروي ، ولاړو ته حرکت ورکوي ،ډیز تیز راورو کوي ،سپاره راپرځوي او پلي سپروي او زه فکر کوم په افغانستان کې رسنۍ تر څو چې له انجیو او نورو منابعو راوتلي نه وي تر هغو ولسي کیدای نشي ،کله چې ولسي شوې نو انجیو ته پکې ضرورت نه وي ،خو تر اوسه چې په رسنیو کې کومه لړۍ روانه ده او کوم کار چې روان دی زه يې مثبت ارزوم."

د ولایتي شورا رئیس سید کریم خان خاکسار وویل چې رسنیو له دوی سره دخلکو او سیمه ییزې ادارې دغوښتنو په انعکاس کې ښه ونډه ترسره کړې او دوی دخلکو داستازیو په توګه له رسنیو رضایت په ډاګه کوي :

"په اوسني وخت کې درسنیو له ټولو استازو او خبریالانو څخه موږ دولایتي شورا غړي ډیر راضي یو ،موږ هغه مشکلاتو کې چې له مرکزي ادارې سره بوخت یو ،زموږ هغه مشکلات او ستونزې يې دخلکو غوږونو ته رسولي دي ،موږ ترې خوښ او خوشاله یو،که ژورنالیستان هر ډول ستونزې ولري دولایتي شورا دروازې ددوی پرمخ خلاصې دي."

مبارز محمد ځدراڼ وویل چې دخوست سیمه ییزه اداره درسنیو په ارزښت باور لري او د ژورنالیستانو دظرفیت لوړونې لپاره دځانګړو برنامو په عملي کیدا کې به مرسته وکړي ، دده په وینا له رسنیو سره په تفاهم کې دي او دوی لپاره يې دښه کاري چاپیریال دبرابرولو لپاره خپل امکانات په کار اچولي دي :

"په اوس وخت کې ژورنالیزم د ډیر زیات اهمیت څخه برخمن دی ،دلته ۲۰۱۴ کال راروان دی ،خوست سټراټیژیک او سرحدي موقعیت لري نو همدې ارزښتونو او اړتیاوو ته په پام سره موږ همیشه هڅه کړی چې په لومړي قدم کې خو دژورنالیستانو او سیمه ییزې ادارې ترمنځ ښه ارتباطات تامین کړو او په دویمه درجه کې دوی په مختلفو وختونو کې رادعوت کړو موږ له دوی نه مسائیل واورو او دوی يې له موږه څخه واوري او په ګډه توګه او په ګډو سلا مشورو سره اوسنیو اړتیاوو سره لازم قدمونه واخلو او کوښښ به وکړو چې دوی ته د ژورنالیستیک کار ښه زمینه برابره کړو."

په خوست کې درسنیو خبریالان او استازي داسې مهال دمې ددریمې یا درسنیو دنړیوالې ورځې لمانځنه کوي ،چې پدې ولایت کې په تیرو لسو کلونو کې اته غږیزو رسنیو او دوه ټلویزیونونو خپل فعالیتونه پیل کړي ،خودسیمه ییزو رسنیو دخپرونو پر کیفیت یو شمیر خلکو تل نیوکې کړی دي.

نجیب الله الوخیل
XS
SM
MD
LG