د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

"په افغانستان کې د رسنیو په برخه کې د پام وړ پرمختګ لیدل کیږي"


د فریډم هاوس په نوم د بیان د ازادي د څار یو سازمان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د رسنیو د ازادي په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی دی.

په دې راپور کې راغلي دي، چې په افغانستان کې د رسنیو په برخه کې د پام وړ پرمختګ لیدل کیږي، خو د افغانستان ګاونډي هېوادونو له دې ډلې ایران او پاکستان بیا د رسنیو د ازادۍ له پلوه په بد وضیعت کې ښودل شوې دي.


د فریډ‌م هاوس په نوم د رسنیو د ازادۍ یو ملاتړي سازمان په خپل کلني راپور کې، چې د مۍ د میاشتې په لومړۍ نیټه یې په واشنګټن کې خپور کړی ویلي، په تیریوکال کې په نړۍ کې د بیان د ازادۍ په برخه کې پرمختګونه لیدل کیږي، چې تر ډیره په منځني ختیځ کې د بدلونونو او په عربي هېوادونو کې د نظامونو له بدلیدو پورې اړه لري.

د فریډم هاوس د خپرونو مسولې کارین دویچ کارلیکر، د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل، په افغانستان کې د بیان د ازادي په برخه کې شوې پرمختګونه د پام وړ وو:

"زموږ د سږکال په فهرست کې افغانستان د بیان د ازادۍ په برخه کې د پام وړ یو پرمختګ ښيي.

له برما پرته افغانستان یوازینۍ اسیايي هېواد دی چې په دې اندازه پرمختګ ښيي.

موږ په ۲۰۱۲ م کال کې په افغانستان کې د پرمختګ څرګندونکي څو مثبت معیارونه کتلی شو، له دې جملې څخه د خبریالانو په وړاندې د زورزیاتي کمیدل ، د خصوصي خبري شبکو زیاتیدل چې کولی شي په ازاده توګه د حکومت او نورو سیاسي لورو پر کړنو انتقاد وکړي.

همدارنګه د رسمي سانسور او د خبریالانو د قانوني تعقیب کمیدل یادولی شو.

له همدې کبله کولای شو ووایو، چې افغانستان په مثبته خوا روان دی او د رسنیو د ازادۍ له پلوه په تیر کال کې یو بریالی هېواد و."


د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان په اړه بیا د بیان د ازادۍ دا ملاتړی سازمان ښه نظر نه لري.

د میرمن کارلیکر په وینا ایران په دې راپور کې د بیان د ازادۍ په برخه کې له بدو څخه د بدترو هېوادونو په ډله کې دی او د رسنیو د ازادۍ په لیست کې له اخرې خوا څخه اتم هیواد دی.

د فریدم هاوس راپور وايي، په ایران کې د رسنیو په ازادۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی او پر ژورنالیستان له بیلابیلو اړخونو څخه فشار د پخوا په شان دوام لري.

د میرمن کارلیکر په وینا پاکستان د رسنیو د ازادۍ په برخه کې له ایران څخه په ښه کټګورۍ کې دی ، نوموړې دې ډلې ته د هغو هیوادونو ډله وویله چې رسنۍ په کې غیرې ازادې دي.

نوموړې وايي، چې په پاکستان کې د خبریالانو په وړاندې زور زیاتي دوام لري او د عاملینو په وړاندې یې قانوني چلن نه کیږي.

د ازبکستان ، کیوبا او بلا روس یادونه هم په هغه ډله کې شوې ده چې ایران په کې دی ، خو د منځنۍ اسیا یو شمیر هیوادونه لکه قرغزستان او قزاقستان بیا د رسنیو د ازادۍ له پلوه نسبتا ښه ښودل شوې دي.

د فریډم هاوس په کلني راپور کې د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم د رسنیو د ازادۍ وضیعت په ډاګه شوی دی او روسیه یې هم په هغو هیوادونو کې یاده کړې چې د بیان ازادي په کې په بد وضیعت کې ده.
XS
SM
MD
LG