د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۲

هغه کورونه غلا کیږي چې د کورنۍ غړي بې پروا وي

تجربو ښودلې چې له غلو نه د مخنیوی تر ټولو ښه لاره په یوه کورنۍ کې راز ساتل دي، که موږ هر چیرې هر چا سره کینو د خپل کور حال ووایو او د خپلو شتو او دولت کیسې ورته وکړود هغو کسانو پام ځان ته اړوو چې د غلا په بد عمل اخته دي، په عامه اصطلاح غلو ته په خپل لاس غوړه مړۍ په خوله کې ورکوو، په پیل کې په دې هکله د دوو تنو کیسې اورو .

اکثره هغه کورونه غلا کیږي چې د کورنۍ غړي بې پروا وي، د خپل مال او دارایی په سمه توګه ساتنه نکوي ، د امنیه قوماندنی معاون داود امین وایی کله چې دوی غله نیسی د موضوع د څیړلو په وخت دا ورته ثابتیږي چې یو خو غلا شوې کورنۍ د خپل کور په ساتنه کې بې غوري کړي وي ، بل غله له بلدوکسانو څخه وي .

داود امین وایی کله چې کوم کورته غله ورځی نو د کور خاوند دې خپله نه ورسره نښلي ، په یو ډول نه په یو ډول دې کوشش وکړي چې امنیتی کسان خبر کړي.

لیکونکې - فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:15:01 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG