ځوانان ولې د موټر سیکل چلولو پر مهال احتیاط نه کوي، د موټر سیکل ځانګړې خولۍ، عینکې او ځينې نور توکي نه کاروي؟ د ترافیکو ریاست سره هم په دې اړه غږیدلي یوو.
د خپرونې په سر کې د لیک لیکلو په اړه غږیږو، وايي چې ليک نيم دیدن دی، خو ویل کيږي، چې د ملګرو تر منځ دغه نیم دیدن اوس نه کيږي. تاسې به هم ملګري لرئ، خو چې کوم ملګری درنه لرې لاړ شي، څه کوئ؟ لیک ورته لېږئ؟ زنګ ورته وهئ؟ او که یار له کوڅې تېر که رنګ یې هېر که؟ دغو پوښتنو ته ځينو ځوانان په ننۍ تاندې څانګې کې ځوابونه ویلي.
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.