پر دوو جلا موضوعاتو خبرې کوو:
غزني د اسلامي ثقافت مرکز
او د افغانستان پر اقتصاد د ۲۰۱۴ اغېز
ځیني افغان سوداګر وايي چې د ۲۰۱۴ کال اوازو د دوی پر کاروبار اغېز کړی او اوس خلک د پخوا په شان جنس نه اخلي.
همداراز ویل کېږي چې ډېر پانګوال نه غواړي په خپل هیواد کې پانګونه وکړي.
په دې موضوع د دې پروګرام په دوهم ساعت کې خبرې کوو. خو په دې لومړي ساعت کې غزني ته ځو چې نن پکې د اسلامي کلتور د مرکز په توګه رسمي مراسم جوړ شول.
غزني په ۲۰۰۷ میلادي کال د لیبیا په طرابلس کې د آی سیسکو یا د اسلامي تعلیمي علمي او کلتوري موسسې له لوري د ۲۰۱۳ کال لپاره د اسلامي نړۍ کلتوري مرکز نومول شوی و.
نن په دې مناسبت په مراسمو کې د افغانستان د حکومت د کابینې غړي، د ولسي جرګې استازي او د یو شمېر بهرنیو هیوادونو لکه ایران، تاجکستان، مصر او د آی سیسکو د موسسې استازي ګډون لري.
په دې بحث کې به نه یوازې پر نننیو مراسمو خبرې وکړو بلکې په دې به هم وږغېږو چې ایا غزني د اسلامي کلتور د مرکزیت لپاره لازمه تیاري نیولې وه. ایا افغانستان له دې فرصته د خپل تاریخي میراث او کلتوره د نړیوالو د خبرولو لپاره استفاده وکړای شوه.
دا او دې ورته ځیني نورې پوښتنې به په دې پروګرام کې له خپلو درنو مېلمنو سره شریکې کړو.
د دې خپرونې د لومړي ساعت(غزني) مېلمانه دي:
د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین
د غزني والي موسي خان اکبرزاده
لیکوال، مورخ او څېړونکی حبیب الله رفیع
د دوهم ساعت مېلمانه
د صنایعو او سوداګرۍ د وزارت ویندوی وحید الله غازي خېل
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د نړیوالو اړیکو د کمېټې رييس اذرخش حافظي