د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۸

د زمري په خوله کې مه پرېده همت!

که اسمان دې د زمري په خوله کې ورکړي
د زمري په خوله کې مه پرېده همت

شاکرالله کرامت یو داسې ځوان دی، چې اسمان د زمري په خوله کې ورکړی و، خو همت یې پرېنښود او یو ښه ځای ته یې ځان ورساوه.

وايي، چې (الکاسب حبیب الله) کسب کوونکی د الله دوست دی، خو د یوه کارکسب زده کول هم وخت، حوصله او همت غواړي، شاکرالله کرامت یو ځوان لابراتوریست دی، اوس د کابل په رابعه بلخي روغتون کې د وینې بانک امر (مشر) دی او تر څنګ یې په شاه شهید سیمه کې خپل شخصي طبي لابراتوار هم لري، خو څومره په اسانۍ چې ما دا خبره وکړه، دومره په اسانۍ تر دې ځایه نه دی رسیدلی، لوږې، نیستۍ او ډیر تکلیفونه یې ګاللي، له خپل سپينږیري پلار سره به یې د دوکاندارۍ په کارونو کې مرسته کوله، چوکیداره به یې کوله او داسې ګڼ نور تکلیفونه یې ګاللي دي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:23 0:00
مستقیم لېنک


که یو خوا د پلار مرګ شاکرالله کرامت ته د پلار د اوږو بار هم ورپه اوږه کړ، نو بلخوا ځينو کلیوالو نه غوښتل، چې دی پرمختګ وکړي، ځکه د دې پر ځای چې حوصله ورکړي، زړه یې وساتي، له درسه یې منع کاوه او مزدورۍ ته یې هڅاوه، خو د هغه مهال یې هم له ستونځو سره مقابله وکړه او یوازې د خپل زړه غږ یې واورید.

که ځير شو، نو پوه به شو، چې نه خدای خوښيو او ارامۍ ته دومره حوصله ورکړې، چې تل مو ملګرې واوسي او نه یې هم غمونو او ستونځو ته دومره زور ورکړی، چې هره شېبه دې موږ وځوروي، د کرامت د بخت ستوري هم یو وخت له خنډونو او بندیزونو پاکه لار ومونده او داسې پرې روان شو، چې نیکمرغي او سوکالي یې په برخه شوه.

کرامت مو د خپل ژوند په دوو داسې خاطرو کې شریکوي، چې یوه خاطره به یې تر عمره خپله کړې خواري ورته قدرمنه ښيي (هغه د خپلې مور ارمان پوره کړ، چې غوښتل یې حج وکړي) او بله به یې تر مرګه هم تکبر او غرور کولو ته پرې نږدي (۱۵ کاله پخوا ناروغه شوی و، یوه ملګري یې ډاکټر ته وروستلی و او د ډاکټر فیس یې هم ملګري ورکړی و، خو ده تر اوسه د هغې نسخې دوا نده اخیستې، ځکه یې هغه نسخه له ځانه سره ساتلې، چې تکبر او غرور ورنه ونشي).

وايي ښه انسانان چې خدای پاک څومره پر مخ بیايي هغومره نیک کیږي، خاکساره کیږي او ښيګڼې یې زیاتيږي، خو بد انسانان چې څومره پرمخ ځي بدګڼې یې هم زیاتيږي.

شاکرالله کرامت که په روغتون او خپل شخصي لابراتوار کې د ډاکټرۍ سپينه چپن اغوندي، خو چې کلي ته لاړ شي، نو له خپل ورور سره په دوکان کې مرسته کوي او پوله پټی هم کوي. دی له نورو ځوانانو هم همداسې څه غواړي.

* * *

شاکر خو غوښتل چې پېلوټ (پېلټ) شي، خو په کانکور ازموینه کې اقتصاد پوهنځي ته بریالی شو، چې له هغه یې هم د پلار په خوښه خدای پاماني واخیسته او منځنۍ طب یې غوره کړ... مقصد مې دا ندی، چې په کانکور ازموینه کې مور او پلار خپل اولادونه خپلې خوښې ته باید پرېږدي، بلکې موخه دا ده، چې ویل کیږي، د سږکال د کانکور ازموینه کې درغلۍ ډيرې شوي، یو ځوان سیدرحمان چې په کابل کې تازه له کانکور ازموینې راوتلی و، وايي چې د ازموینې په منځ کې د پوښتنو د ځوابونو کلي زده کوونکو ته د مسيج په مرسته لېږل کیدې او ده دا څه پخپلو سترګو لیدلي.

د څو ولایتونو ځوانان هم ځينې یې د سیدالرحمن خبره تايئدوي او ځينې یې بیا دا خبره نه مني.

خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند عبدالعظيم نوربخش بیا د کانکور ازموینه یوه شفافه او له هر ډول درغلۍ او لاس وهنې پاکه بولي، خو دا مني، چې تر دې پخوا ځينې ستونځې وې.

خو سیدالرحمن بیا د خپلو خبرو د ثابتولو لپاره وايي، چې د ازموینې په صحنه کې یوه زده کوونکي سره موبایل ونیول شو، په هغه موبایل کې د ازموینې د پوښتنو د ځوابونو فورم و، چې په اسانۍ سره ترې یوه زده کوونکي د پوښتنو ځوابونه موندلی شول.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکی ابراهیم هم د موبایل له لارې د پوښتنو د ځوابونو د کلۍ لیږلو خبره تايئدوي.

خو نوربخش دا ادعاوې هم ناسمه بولي اووايي، چې د کانکور د ازموینې د هر پړاو او ګروپونو پوښتنې د بل پړاو او ګروپونو له پوښتنو سره توپیر لري، چې په هيڅ ډول د داسې یوه کار د کیدو امکان نشته او دی وايي، چې که څوک کوم موثق اسناد لري، موږ سره دې شریک کړي.

سږ کال هم زرګونه ځوانانو د کانکور ازموینه ورکړه، خو یوازې ټاکل شوې شمیر کسان به یې لوړو زده کړو ته لار ومومي، نو که د کانکور پروسه شفافه وي، اهل او وړ کسان به بریالي شي او که د درغلیو خبره ریښتیا وي، نو ډیر کم سواده به ښو ښو پوهنځيو ته بریالي شي او لامله به یې د تکړه ځوانانو حق وخوړل شي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبه او یکشنبه له ازادۍ راډیو خپریږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:23 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG